Home » دار الافتاء » که دیوه مجاهد ټول بدن زخمي وي ؟

که دیوه مجاهد ټول بدن زخمي وي ؟

الاستفتاء رقم ….. محترم مفتي صاحب ! دیوه مجاهد زخمي په ټول بدن باندي پرچې لګیدلي دي اوس که جنابة ورته پېښ شي نوغسل خونشي کولای تیمم ورته رواده اوکنه ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که چېري يې دبدن په زیاته برخه زخمونه وي نوتیمم دي وهي . اوکه چېرته يې دبدن په یوه کمه حصه زخمونه وي نوبیادي نوربدن په اوبوووینځي اوپه زخمي حصه یاهم په هغه پټیو باندي دي مسح وکړي ، اوکه دبدن روغه حصه وینځل ناشوني وه یعني زخمي حصې ته ارومرو اوبه ور رسیږي اوهغه نقصان کوي نوبیادي په دي صورت کې هم تیمم وهي.

في الهندیة ۱\۲۸ویجوز التیمم اذاخاف الجنب اذااغتسل بالماء ان یقتله البرداویمرضه … وانکان به جراجات یعتبرالاکثر محدثا کان اوجنبا ففي الجنابة یعتبراکثرالبدن وفي الحدث اکثراعضاء الوضوء فانکان الاکثرصحیحا والاقل جریحا یغسل الصحیح ویمسح علی الجریح ان امکنه وان لم یمکنه المسح یمسح علی الجبائر اوفوق الخرقة ولایجمع بین الغسل والتیمم

والله تعالی اعلم

About admin