Home » دار الافتاء » مړې ته بګړۍ په سر ورښودل ؟؟

مړې ته بګړۍ په سر ورښودل ؟؟

الاستفتاء رقم  …………محترم مفتي صاحب !دمرده لپاره لنګوټه یابګړۍ ورتړل څرنګه دي ؟ آیا دامسنون ،مستحب اوکه څرنګه عمل دی ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په اسلام کې دمرده لپاره کفن درې څیزونه ټاکل شوي دي چې په هغوئ کي لنګوټه نشته ،البته  ځينو علماو لیکلي دي :چې که کوم عالم یامرشدته په کفن کې بګړۍ وراضافه شي نوپروانه لري مګر علامه ابن عابدین رح يې کراهة مطلقا ذکرکړی دی .

کمافي  الدرالمختار ۳\۱۱۲ وتکره العمامة للمیت في الاصح ،واستحسنه المتاخرون للعلماء والاشراف ،والاصح انه تکره العمامة بکل حال ،هکذافي المبسوط ۲\۹۴

About admin