Home » درس الحديث » دکفارو سره اوسیدونکی اومرسته کونکی دکافرانوله ډلي ګڼل کیږي :

دکفارو سره اوسیدونکی اومرسته کونکی دکافرانوله ډلي ګڼل کیږي :

عن جریربن عبدالله رضی الله عنه  في حدیث طویل :فقال [النبی صلی الله علیه وسلم ]انابرئ من کل مسلم مقیم بین اظهرالمشرکین قالوا یارسول الله لم ؟ قال لاتتراآی ناراهما . رواه ابوداودمشکوة ۳۰۸

ژباړه : جریربن عبدالله رضی الله عنه په یوه اوږده حدیث کې روایت کوي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : زه له هغه مسلمان څخه بیزاره یم چې دکافرانوپه مینځ کې اوسیږي صحابه ؤ وفرمایل :ولی ای دالله رسوله ؟پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې دمسلمان اوکافراورنشې سره یوځای کیدلی ،یانشی سره لیدلی .

تشریح  :

په حدیث کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم دهغومسلمانانوڅخه خپله ناراضې ښودلي چې دکومي اړتیاله مخی دکافرانوپه کلي یاسیمه کې اوسیږي اودایې ویلي چې زه له داسې مسلمان څخه بیزاره یم ،اوکه چېري داسې یوڅوک وي چې هغه دکافرانوپه سیمه کې وي یادهغوئ په چوپړکې وي نوپه دي هکله بیاپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي  :من جامع  المشرک وسکن معه فانه مثله ،ابوداودکتاب الضحایا  یعني  هغه ځوک چې  دکافرانوسره یوځای وي یادهغوئ سره یوځای اوسیږي نوهغه دهماغه  کافرانواومشرکانوپه څیرده . اوهغه دمسلمان په صفت نورنه پاته کیږي .

About admin