Home » درس القرآن » دکافرانوپه اتباع کې هیڅ ګټه نشته !

دکافرانوپه اتباع کې هیڅ ګټه نشته !

ولئن اتبعت اهوائهم بعدالذي جاء ک من العلم مالک من الله من ولي ولانصیر (۱۲۰)البقرة :

ژباړه :قسم دی که چېري تاسوددوئ غوښتني اوخواهشات ومنئ !وروسته له هغه چې تاسوته ددوئ باطل خواهشات ښه څرګندشوي نوبیابه دالله تعالی له عذاب څخه دنجات لپاره هیڅ دوست اومرسته کونکی ونه مومئ !

لنډتفسیر :یعني بالفرض که تاسوددې کافرانو اومنافقانو اتباع وکړه [وروسته له هغه چې الله تعالی تاسو ته هدایت کړی اوپه سمه لاره يې برابرکړي یاست ]نوالله تعالی به داسي عذابونه درباندي راولي چې خلاصون به تري ممکن نه وي نه به دوست ومومئ اونه مددګار چې ددې الهي عذاب څخه نجات درکړي .

خلاصه : دکافرانو په اتباع کې ګټه نشته بلکه ګټه ،الهي مرسته  اودالله تعالی دعذابونو څخه ساتنه په دين اوصراط مستقیم باندي په پاته کیدلو کې نغشتې .

About admin