Home » دار الافتاء » په ځان ،مال ،ژبه اوقلم سره دجهادفرضیت !

په ځان ،مال ،ژبه اوقلم سره دجهادفرضیت !

الاستفتاء رقم  محترم مفتي صاحب ! په قرآن کریم کې په جهاد بالنفس باندي ځانته امر شوی اوپه جهادبالمال باندي ځانته امرشوی اوپه حدیث کې په جهادباللسان باندي ځانته امرشوی نودادري واړه په سړي باندي واجبیږي اوکه له دغه دروڅخه چې یوکوي نوهم غاړي يې خلاصیږي له دي نورو څخه ؟  ملاسلطان محمد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: کله چې حربي کفار په یواسلامي هیوادباندي یرغل وکړي  نو لمړی دهغه هیوادپه مسلمانانو باندي جهادپه دغه دروواړو سره فرض  ګرزي یعني هرمسلمان به په ځان ،مال ،لسان  همدارازپه قلم سره دهمدغه کفارو په مقابله کې  جهاد کوي .

اوکه یوسړی په قلم سره جهادنشي کولای همدارا ز په لسان سره جهاد نشي کولای [ځکه چې علم نه لري] نوپه ځان اومال سره جهاد ورباندي فرض دی ،اوکه یوسړی مال هم نه لري نويواځي په ځان سره جهادورباندي فرض دی .اوکه یوتن دآټول څیزونه لري یعني قلم ،لسان ،مال اوځان نوپه ټولوسره به  جهادکوي .

یاپه بل تعبیرچې دکفارو لخوا داټول څیزونه دمسلمانانو اومجاهدینوپه خلاف استعمالیږي نو مومنان به داسلامي شریعت دسپېځلې اوامرو په رڼاکې په خپل ټول توان اوطاقت سره دغه څيزونه په کار اچوي .هغوئ چې دطاغوت لپاره داوسائل استعمالوي نومومن خوبه دالهي دین دنصرت اواعلاء کلمة الله لپاره ضرور دغه اموروڅخه سپما نه کوي .

في تبیین الحقائق ۳\۲۴۲ واحوال الناس مختلفة فمنهم من یقدر علی الجهاد بالنفس والمال ومنهم من یقدر باحدهما وکل ذلک واجب الخ

وکذافي البحر ۵\۱۲۴

وفي الهندیة ۲\۱۹۱ ثم من کان قادرا علی الجهادبنفسه وماله ینبغي ان یجاهد بنفسه وماله ،ومن عجزعن الخروج بنفسه وله مال ینبغي  ان یبعث غیره عن نفسه بماله فیصر احدهما مجاهدابنفسه والاخر بماله .

والله تعالی اعلم

کتبه : ابوالسیف  عفی عنه

About admin