Home » دماشومانو اسلام » یوڅولنډې قیصې !

یوڅولنډې قیصې !

 

لمړۍ

یویولس کلن زوی يې وفات سو، فاتحې ته یې ورغلم، دې زوی یې قران پوره یاد کړی او د فقهې او حدیثو زیات علم یې هم ترلاسه کړی و، ما د تسلیت خبرې ورته کولې ده راته وویل: له زړه مې غوښتل چې دا زوی مې وفات شي! مال وه اسحافه! ته د نړۍ عالم یې، څنګه دې د قاري او عالم زوی مرګ غوښت؟!

هغه راته وویل: قیامت مې په خوب کې ولید، د ماشومانو د اوبو ژي لاسونو کې وو، په هغه سخته ګرمي کې یې خلکو ته سړې اوبه ورکولې، ما یوه ماشوم ته وویل: لیږ اوبه راکړه، هغه راته وکتل، بیا یې راته کړه: ته زما پلار نه یې، ما ورته وویل: تاسو څوک یئ؟ ول موږ هغه یو چې دنیا کې ماشومتوب کې مړه شوي وو، اوس موږ هر یو د مور او پلار انتظار کوو او اوبه مو ورته نیولې دي. هغه وویل: نو ځکه مې غوښتل چې دا زوی مې مړ شي. تاريخ بغداد للخطیب (6/ 37).

دا کیسه د امام ابراهیم الحربي رحمه الله یوه شاګرد د هغه په اړه کړې ده.

دوهمه

احمد بن حنبل رحمه الله شاګرد ابراهیم الحربي رحمه الله وایي: موږ چې لا ماشومان وو هغه زموږ زړونو کې د رسول الله ﷺ د حدیثو پیروي ځای کړه، د صحابه و خبرې به یې راته کولې او د تابعینو د پیروي کولو به یې راته ویل. طبقات الحنابلة (1/ 234).دا کیسه د امام ابراهیم الحربي رحمه الله یوه شاګرد د هغه په اړه کړې ده

 

دریمه

د اورنګزيب زمانه کې لاهور کې د (میر محمد) میا میر (957هـ/1045هـ) په نوم یو عالم اوسیدی، یوه ورځ اورنګزیب پاچا د هغه لیدلو ته راروان و، دی پخپله کوټه کې له شاګردانو سره ناست و، د ګرمي موسم و، شاګردانو یې جامو کې سپږې کتلې، د اورنګزیب د راتګ خبر چې دوی ته ورسیده شاګردانو یې شور جوړ کړ، ده پوښتنه وکړه چې خیر دی څه چل دی؟ چا ورته وویل: اورنګزیب پاچا ستا لیدلو ته راغی، ده په موسکا ورته وویل: لا حول ولا قوة.. د عالمګير په راتګ دومره شور څه معنی لري، ما فکر کاوه کوم طالب کومه غټه سپږه ونیوله!

اورنګزیب راغی او رخصت شو، د میا میر دا ټوکه د هغه خاصو کسانو کې کوم یوه ته ورسېدله، هغه پاچا ته دا خبره وکړه او اورنګزیب وویل: رښتیا هم د دې خلکو په نزد اورنګزیب عالمګیر له یوې غټي سپږي زیات ارزښت نه لري. تدوین حدیث ص: ۱۴۰ مولانا مناظر احسن ګیلاني

دحامدصاحب له وال څخه

About admin