Home » درس القرآن » له تاسوبه یهوداونصاری راضي نشي …

له تاسوبه یهوداونصاری راضي نشي …

  1. قال الله تعالی : ولن ترضی عنک الیهود ولاالنصاری حتی تتبع ملتهم قل ان هدالله هوالهدی … الایة

ژباړه : ترهغه به یهوداونصاری درڅخه راضي نشي ترڅوچې ددوئ دملة اودين اتباع ونه کړي ، نوورته ووایه :ای محمده ! همدغه اسلام \ قرآن هدایت دی

لنډتفسیر : کفار [یعني یهوداونصاری ] داسي ګمان کوي چې دوئ په حق دین دي اوددوئ له دين پرته نوردینونه دمنلووړنه دي نوځکه به دوئ له مؤمنانو ترهغه پورې راضي نشي [یعني له مومنانوسره به جنګ اوجګړي کوي ]ترڅوچې يې له دوی سره ددوئ دین منلی نه دی .

الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امرکوي چې دوئ ته داخبره ورسوه چې حقیقي دين همدغه اسلام دی اودهدایت کتاب همدا قرآن دی ، له دي پرته نورټول اسماني دینونه منسوخ اودعمل وړنه دي ،اوس به دوئ یااسلام مني یابه اسلامي حکومت ته جزیه ورکوي یابه مومنان جهاد ورسره کوي ترهغه چې فتنه پاته نشي .

About admin