Home » دار الافتاء » که دطلاق له لفظ سره ان شاء الله وویل شي ..

که دطلاق له لفظ سره ان شاء الله وویل شي ..

الاستفتاء رقم …  محترم مفتي صاحب ! که یو ه سړې خپلې میرمني ته طلاق ورکړ، مګر آهسته يې ( ان شاء الله ) ورسره وویل نوطلاق  يې  واقع کیږي اوکنه ؟ اسدالله

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دغه تن دطلاق دالفاظو سره سمدستي ان شاء الله ویلی وي اودومره اندازه يې په زوره ویلي وي چې ده خپله اوریدلي وي نوطلاق  نه واقع کیږي ،اوکه هسي يې تصورکړی وي یایې وروسته ویلی  وي بیاطلاق واقع کیږي .

في المحیط  البرهاني ۴\۴۹۴ اذاقال لها انت طالق ان شاءالله تعالی متصلا لم یقع الطلاق . ومثله في الدرالمختار ۲\۵۵۲

وفي التاتارخانیه ۴\۵۴۰اذاقال لامرته انت طالق ان شاء الله تعالی متصلا به لم یقع الخ ومثله في الهندیة ۱\۴۵۴

کتبه : مفتي ابوحامد عفی عنه

About admin