Home » دار الافتاء » آیادجمعې دخطبوپه مینځ کې ناسته واجب ده؟

آیادجمعې دخطبوپه مینځ کې ناسته واجب ده؟

الاستفتاء رقم ……….  محترم مفتي صاحب ! زموږ دجامع امام  دجمعي په ورځ دخطبوپه مینځ کې ډیرلیږکښېني نوپه دې سره خوبه لمانځه ته تاوان نه رسیږي یعني دا دخطبوپه مینخ کې ناسته خوبه واجب وي اوکه څرنګه ؟ سائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دجمعې دخطبوپه مینځ کې ناسته واجب نه ده بلکه سنت ده ،اودغه ناسته به لیږکېږي زیاته ناسته هم دسنت خلاف ده .

في المحیط البرهاني ۲\۴۵۱ثم ان السنة  ان یخطب  خطبتین ویجلس جلسة خفیفة بینهما الخ کذافي البحر ۲\۲۵۸

وفي التاتارخانیة ۲\۵۶۴ثم ان السنة أن یخطب خطبتین  ویجلس  جلسة خفیفة بینهما .ومثله في الهندیة ۱\۱۴۷

کتبه : مفتي  ابوحامدعفی عنه

About admin