Home » دماشومانو اسلام » څوپه زړه پوري لنډې قیصي :

څوپه زړه پوري لنډې قیصي :

باچا او واعظ .

پاچا ته یوه واعظ خوندور وعظ وکړ او پاچا یې وژړوه واعظ ولاړ، پاچا خپل غلام ته سل زره درهم ورکړل چې دا هغه ته ورکړه، بیا یې ناستو خلکو ته کړه: فکر نه کوم هغه دې پیسې ومني، ځکه هغه د اخرت سړی ښکاریدی، لیږ وروسته غلام تش لاس راغی! ول پیسې مې ورکړې، پاچا وویل: موږ ټول ښکاریان یو خو دامونه مو توپیر لري!

فقهي  بحثونه

له ماخستن وروسته ابو موسى الاشعري عمر بن الخطاب (رضي الله عنهما) ته ورغی، هغه ورته وویل: ابو موسی دا وخت د څه شي لپاره راغلې؟! ده ورته وویل: د فقهي او پوهي بحث او مذاکره به سره وکړو، دوی دواړه د شپې تر ناوخته په دې بحث بوخت وو، ابو موسی ورته وویل: اوس به (د تهجد) لمونځ وکړو، (د تهجد لمونځ) عمر وویل: موږ په لمانځه کې یو، آن تر سهار نږدې کیدو دا بحث روان و.”الفقيه والمتفقِّه” للخطيب البغدادي برقم [٩٥٤]

د عمر رضي الله موخه دا وه چې همدا فقهي بحث او مذاکره د لمانځه په څیر د ثواب کار دی.

دامام مالک رح  تقوی

امام مالک رحمه الله د مازدیګر له لمانځه وروسته نبوي جومات ته ننوت او کېناست (د ده په نزد دا مهال لمونځ مکروه دی) یوه ماشوم چې دی یې نه پېژاند، ورته وویل: شیخ صیب پورته شه! د جومات دوه رکعاته لمونځ وکړه، دی پورته شو او لمونځ یې وکړ! وروسته چا ورته وویل: د خپل نظر خلاف، د ماشوم په خوله مو ولې لمونځ وکړ؟! ده ورته وویل: وویریدم، مال هسې نه له دې ایت لاندې راشم: كله چي دوی ته وويل شي چي لمونځ وکړئ، دوی لمونځ نه کوي. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ. [سُوۡرَةُ المُرسَلات : 48]

له حدیثوسره دامام سفیان رح مینه !

سفیان الثوري رحمه الله حماد بن سلمة رحمه الله ته بصرې ته ورغی، څرنګه یې چې هغه ولید ورته کړه یې: ابو العُشَراء چې له خپل پلار نه کوم حدیث روایت کړی هغه خو راته بیان کړه؟ حماد ورته بیان کړ، کله چې هغه خلاص شو، سفیان ورمخته شو، سلام یې ورته وکړ او د روغبړ لپاره یې غېږ ورکړه، حماد ورته وویل: ته څوک یې؟! هغه وویل: سفیان یم، هغه وویل: د سعید زوی؟ ول هو، حماد وویل: الثوري؟! ول هو، هغه وویل: ابو عبد الله؟ ول هو، حماد ورته کړه چې د حدیث له پوښتنې مخکې دې ولې روغبړ نه کوه؟! سفیان وویل: ویریدم، مال له حدیث اوریدلو مخکې به ته مړ شې! الجامع لأخلاق الراوي وآداب السامع، للخطیب البغدادي: ۱۸۳/۲

دحامدافغان صیب دفیسبوک له وال څخه

About admin