Home » بېلا بېلي لیکني » فقه ،اوفقيه :

فقه ،اوفقيه :

لیکوال: م/ محمد اعظم صدیقي

دیني احکام دري ډوله دي :

۱ـــــــ هغه احکام چې له عقیدي سره تعلق لري ؛لکه دالله تعالی پرذات،صفاتو،اوپرتو حید باندي ایمان ،همدارازپرفريشتو،کتابو،رسولانو،اوداسي نورو باندي ایمان .

۲ـــــــ  هغه احکام چې  دهغوئ تعلق دانسان له هغوافعالوسره وي چې هغه افعال له جوارحو (ظاهري اندامو) څخه صادریږي ؛لکه ژبه ،لاس پښې،اوداسي نور….

۳ـــــــ هغه احکام چې دهغوي تعلق دانسان له زړه سره وي ؛لکه له الله تعالی،اورسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه ،له الله تعالی څخه ویره ،اوداسي نور…..

دادري واړه احکام الله جل جلاله په قرآن کریم کي په یوه واړه سورت کي ذکرکړي دي :

(وَالْعَصْرِ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ  إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ )

دلته ایمان له اول قسم ،عمل صالح  له دوم ،اوصبرله دريم ډول احکاموڅخه دي .

ددي دروواړواحکاموپرځاي کول ،اوعمل ورباندي کول پرهرانسان لازم ده ؛ځکه چې دین له همدي احکاموڅخه عبارت ده لکه چې دمسلم شریف په لمړي حدیث کي دي ،اوکه څوک له دي احکامونه یوازي په یوه عمل ونکړي نودین يي کامل ندی ،اوددي احکاموعلم ،اوپه هغه کي پوره مهارت ته په خیر القرون کي فقه ویل کیده لکه چې امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایي: هومعرفة النفس مالهاوماعلیها.

ژباړه :فقه په هغه احکاموکي مهارته ویل کیږي چې دانسان لپاره روا،اوناروادي .دامام  صاحب رحمه الله داتعریف دري واړواحکاموته شامل دی؛ځکه چې هغه خپل کتاب چې په عقائدوکي يي ليکلی په الفقه الاکبرسره نومولی له دي نه څرګنديږي چې دامام صاحب رحمه الله په نظرعقائددفقهې یوه مهمه څانګه ده .

لنډه داچې فقه دمتقدمينوپه اصطلاح کي په دین (دري ډوله احکامو)کي بصيرت،او مهارت ته ویل کيږي ،اوفقيه بیاهغه شخص ته وايي چې په دي احکاموکي پوره علم لري ، او ورسره يي دژوندپه ټولواړخونوکي عملي کړي وي .

مشهورتابعي حضرت حسن بصري رحمه الله فرمايي:وهل رأیت فقیهابعینک ؟!انماالفقیه الزاهدفی الدنیا،الراغب فی الاخرة ،البصیربدینه ،المداوم علی عبادة ربه ،الورع ،الکافّ عن اعراض المسلمین ،العفیف عن اموالهم ،الناصح لجماعتهم .

ژباړه :ایاتاکله هم فقیه په خپلوسترګولیدلی ده ؟!فقیه هغه څوک ده چې له دونیاسره مینه نه لري ،دآخرت په فکرکي وي ،په دین کي پوره مهارت لري ،هميشه دخپل رب عبادت کوي ، متقي وي دمسلمانانوعزت ته ناوان نه رسوي ،دهغوئ مال نه خوي ،اودمسلمانانو خیر غو ښتو نکی وي .

له دي نه معلومه شوه چې یوشخص ته یواز ي ددیني احکاموپه محض علم سره فقیه نه ویل کيږي بلکه فقیه ورته هغه وخت ویل کیداي شي چې له علم سره سره په ټولودیني احکامو باندي عمل ولري .

له دي اوږده تمهیدنه ورسته ویلی شوچې درسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثوکي چې دفقه ،اوفقیه په اړه کوم فضائل بیان شوي هغه دفقهي ،اوفقیه له همدي قدیمي معناسره تړاو لري .لکه چې فرمایي:من یردالله به خیرایفقّه فی الدین .

 

 

 

 

About admin