Home » بېلا بېلي لیکني » کله چې ۷۰ درباري قاضیانو دیوه مجاهدامام دقتل حکم صادرکړ..

کله چې ۷۰ درباري قاضیانو دیوه مجاهدامام دقتل حکم صادرکړ..

داسي  ورځ  هم راغله  چې  نږدي اویا تنه درباري علماو دیوه لوی اومجاهدامام احمد بن حنبل  رح  دقتل په هکله په متفقه ډول فتوی  ورکړه ځکه چې هغه دخلق القرآن  په مسئله کې  په یوه ابتلاء کې راغلی و،

دوئ  ورغلو اودوخت خلیفه ته يې وويل :آیا ته ګمان کوي چې تاسو ،ستاسو قاضیان  ،مفتیان ،اوستاسودبادشاهي اوخلافت پوه کسان به ټول په غلطه اوباطل باندي وي اودغه یوڅوکسان [امام احمداوملګري ]به په حق وي ؟؟

له دوی څخه یوه فاجردرباري  وویل : اقتله یامولای ! وعليّ دمه یوم یقوم الاشهاد ! دی قتل کړه !دده دوینوګناه يې دقیامت په ورځ زما .

تاسوپوهیږئ ! دغه درباریان به څوک و ؟ نومونه يې څه وو؟ چېرته واوسیدو ؟ نه ،داټول داسي ورک شو چې هیڅ درک يې معلوم نشو ،اونه يې چاته بیا څه پته ولګیده .تاریخ هیرکړي ځکه دوئ دیوه ظالم خلیفه داخور شریکان و.

لکن  امام الدیار والمسلمین  امام الحق  چې په حق ودریدل ،په حق پاته شو نوداسمان دیوه  روڼه ستوري په څېر يې خلق  له ستاینو څخه لااوس هم نه دي ماړه :

اوداسي  به يې ترقیامته ستایني رواني وي اوخلق به يې احسان ته غاړه ايښې  وي .

همدغه ډول زموږ عظیم امام ابوحنیفة نعمان رضی الله تعالی عنه دهمداسي درباریانو دحکم په تائید زنداني شو ، تعذیبونه ورکړل شو اوسختي سزاوي يې وګاللي ،مګر دهغوئ مجرمینو څخه هیڅ نام اونشان پاته نشو خو دامام اعظم رحمه الله نوم تراوسه لادهرماشوم په خوله ده .

اسلك طريق الحق ، و لا يغرك قلة السالكين.

وإياك وطرق الباطل ، ولا يغرك كثرة الهالكين

من حدیقة ابي یاسر عفی عنه

About admin