Home » بېلا بېلي لیکني » د محرم الحرام د میاشتې فضایل او منکرات

د محرم الحرام د میاشتې فضایل او منکرات

لیکوال : مفتی محمدګل سعید

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم ، امابعد!

فاعوذباالله من الشیطن الرجیم ،بسم الله الرحمن الرحیم،ان عدة الشهورعنداالله اثناعشرشهراً فی کتاب الله یوم خلق السموات والارض منهااربعة حرم،ذلک الدین القیم فلاتظلموافیهن انفسکم.

(سورة التوبة ۳۶)

دمحرم الحرام میاشت  چې له برکتونوڅخه ډکه میاشت ده داسلامي کال لومړنۍ میاشت ګڼل کیږي ،او دزیا ت احترام په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم  یی نسبت الله تعالی ته کړی  دی اوشهرالله المحرم یی ورته ویلي دي،اګرکه میاشتې خوټولې دالله تعالی  مخلوق دي اوالله تعالی پیداکړيدي ،خوزیاتره وخت دځینوشیانونسبت داحترام اودعظمت په خاطرالله تعالی ته کول کیږي ، لکه په قرا ن کریم کې چې دصالح علیه السلام داوښې نسبت الله تعالی ته شوی دی،په قران کریم کې  الله تعالی فرمایلي دي:ناقة الله وسقیاها،حیوانات ټول الله تعالی پیداکړیدي خوددې اوښې دتکریم اواحترام په خاطریی نسبت الله تعالی ته وشو. په اسلامي میاشتوکې محرم الحرام میاشت  دعظمت اوداحترام وړمیاشت ده،داسلام په مبارک دین کې درمضان المبارک له میاشتې وروسته  دې میاشتې ته زیات اعزازحاصل دی. ددې میاشتې دلسمې ورځې (عاشوراء)  په روزه نیولوسره انسان ته دتیرشوي کال ګناه معاف کیږي،محدثین حضرات فرمايي،چې ددې نه صغایرګناهونه مراددي.دکبایرولپاره توبه ضروري ده،داحادیثوپه کتابونوکې راغلي دي :حین صام رسول الله صلی الله علیه وسلم یوم عاشوراء ،وامربصیامه،قالوا :یارسول الله !انه یوم تعظمه الیهودوالنصاری ؟فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم :فاذاکان العام المقبل ان شا ء الله صمناالیوم التاسع ،قال:فلم یأت العام المقبل ،حتی توفی رسول الله صلی الله علیه وسلم .  (ـ صحیح مسلم،کتاب الصیام،باب :ای یوم یصام فی عاشوراء؟رقم الحدیث :۱۱۳۴،۷۹۷/۲)

یعنې چې کله  رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشوراء دورځې روزه ونیوله  اوخپلوصحابه ؤته یی هم ددې په نیولوامروکړنوملګرویی ورته وویل چې یهوداونصاری ددې ورځې احترام کوي (هغوۍ هم داروزه نیسي) نورسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل:چې ائنده کال به ان شاالله موږدلسمې سره نهمه ورځ روزه هم ملګرې کړو،هماغه ؤچې دائنده محرم نه مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو.له همدې وجې دلسمې ورځې سره دنهمې یایوولسمې ورځ  یوځای کول ضروري دي.له دې نبوی تعلیم نه موږته داخبره په ډاګه شوه چې دخیرپه کارکې هم له یهودوسره مشابهت په کار نه دی په نوروعاداتواومعاملاتوکې خوبالطریق الاولی  په کار نه دی.په حدیث شریف کې راغلي دي:افضل الصیام بعدرمضان شهرالله المحرم،وافضل الصلاة بعدالفریضة صلوة اللیل

(صحیح مسلم،کتاب الصوم،باب فضل صوم المحرم،رقم الحدیث ۲۰۲)

یعنې نبی علیه السلام فرمایلي دي :بهترینې روزې له فرض روزې نه وروسته دمحرم دمیاشتې روزې دي اوبهترین لمونځ له فرض لمانځه وروسته دتهجدلمونځ دی.

دمسلم شریف له یوبل روایت نه معلومیږي چې قریشوهم دجاهلیت په  وخت کې دعاشورادورځې روزه نیوله،عن عایشة رضی الله عنها قالت :کانت قریش تصوم عاشوراء فی الجاهلیة وکان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصومه،فلماهاجرالی المدینة  صامه وامربصیامه ،فلمافرض شهررمضان ،قال: من شاء صامه ومن شاء ترکه.

(صحیح مسلم،کتاب الصیام ،باب صوم عاشوراء،رقم الحدیث ۱۱۲۵،۲/۷۹۲)

یعنې قریشوپه جاهلیت کې دعاشوراروزه نیوله اونبی علیه السلا م هم داروزه نیوله،کله چې نبی علیه السلام هجرت وکړاومدینې ته لاړهلته یی هم خپله نیوله اونوروته یی هم ددې په نیولوامروکړ،بیاچې کله درمضان روزه فرض شوه نویی وفرمایل:چې ستاسوخوښه ده که دعاشوراروزه نیسۍ اوکه یی نه نیسۍ.

له دې حدیث نه معلومه شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت نه مخکې اوهم له هجرت نه وروسته  دعاشورادورځې روزه نیوله اونوروته یی هم  ددې په نیولو تاکیدکاوه.

عام خلک داګمان کوي چې دې میاشتې ته فضیلت  له دې امله حاصل شوی دی چې حضرت حسین رضی الله عنه په دې میاشت کې په شهادت رسیدلی ده،خوداخبره غلطه  ده ،ددې میاشتې فضیلت  داسلام نه وړاندې هم ؤ، حضرت موسی علیه السلام او بنی اسرائیلوته الله تعالی  له فرعون نه نجات  ددې میاشتې په  لسمه ورځ ورکړ،نوهغوۍ ته په دې  نعمت باندې دشکراداکولوپه طورباندې په دې ورځ کې دروژې نیولوحکم وشو،نورهم  دفضیلت کارونه په دې میاشت کې واقع شوي دي ،چې دټولوذکرکول بحث اوږدوي.

دحضرت حسین رضی الله عنه شهادت اګرکه انتهایی دردناکه پيښه وه مګرشیعه ګانوهغه له حدنه زیاته کړې ده اودټول عالم اسلام درداوغم یی په دې واقعه کې منحصرکړی دی ،دعامومسلمانانوپه ذهنونوکې  داغلط فهمي ترینه راپيداشوې ده   چې په دنیاکې   د حسین  رضی الله عنه دشهادت په څیردومره سخته دردناکه واقعه  بله نه ده پيښه شوې،حالانکه دحضرت حسین رضی الله عنه ترشهادت  نه زیات دمظلومیت بې شمیره واقعات داسلام  په مقدس دین کې شته دي.دمثال په طورباندې دحضرت عثمان رضی الله عنه شهادت وګورۍ،چې څومره په مظلومانه اندازکې په شهادت ورسید، په مدافعت باندې دپوره قدرت لرلوباوجودپه لوی ظلم باندې څنګه صبراواستقامت سره مرګ ته ځان پيش کوي آیادهغې مثال به په دنیاکې چیرته پیداشي؟مګرمسلمانان دهغه خلیفة الرسول صلی الله علیه وسلم ددومره لوی مظلومیت نه دومره بې خبره دي چې کله هم چادهغه تذکره په دومره پابندي سره ونکړه.داسې نورې زیاتې واقعې شته دي چې څوک یی یادونه نه کوي ،یواځې دحضرت حسین رضی الله عنه دشهادت تذکره هرکال په لازمي طریقه کول کیږي.

حضرت حسین رضی الله عنه ته د امام ویلو حکم:

دامام لفظ اهل حق اوشیعه ګان دواړه ډلې استعمالوي .داهل حق په نزددامام نه مطلب  پيشوا،رهبراومقتدادی اواهل تشیع  امام عالم الغیب اومعصوم بولي،دهغوۍ په نزددامام درجه دنبیانونه هم اوچته ده،زموږپه عقیده کې  ټول صحابه کرام رضی الله عنهم ،تابعین رحمهم الله اوعلماء دامت  امامان اوزموږمقتدی دي ،دفکرخبره داده چې ځینې خلک امام ابوبکررضی الله عنه ،امام عمررضی الله عنه او…….نه وایی ،خوامام حسن اوامام حسین رضی الله عنهماوایی،نومعلومه شوه چې دااثرمسلمانانوکې له بلې خواراغلی دی،داداهل تشیع اثردی چې په مسلمانانوکې یی سرایت کړی دی نوله همدې امله بایدچې موږددې لفظ په استعمالولوکې احتیاط وکړو.

د علیه السلام اطلاق:

همدارنګه حضرت حسین رضی الله عنه  ته علیه السلام هم هغه خلک وایی چې هغوی ته دانبیاوودرجه ورکوي،له دغه لفظ نه هم ځان ساتل ضروري دي،څرنګه چې له نوروصحابه کراموسره داحترام اوعزت معامله کیږي  هم هغه معامله له دوۍ سره  هم په کارده ،موږچې د ابوبکرصدیق رضی الله عنه ،عمرفاروق  رضی الله عنه اونوروصحابه کرامورضی الله عنهم له نومونوسره دعایئه کلمات لیکواووایو ،بایدچې هم دا دعائیه کلمات دحضرت  حسن اوحضرت حسین رضی الله عنهماله نومونو سره هم ووایواوولیکو.

د لسم محرم رخصتي کول:

په هغه ورځ باندې رخصتي کولوکې ډیرقباحتونه دي ،یوداچې له اهل تشیع سره مشتابهت راځي،بلکه دهغې نه هم څه زیات دهغوي تائیداوتقویت دی،دویم قباحت دادی چې په هغه ورځ شیعه ګان دخپل مذهب لپاره دزیات مشقت اوزیات محنت مظاهره کوي ،ددې برعکس مسلمانان خپل ټول دنیاوي اودیني کارونورخصتي کولوسره دخپل بیکاروالي اوبې همتۍ مظاهره کوي.دریم قباحت یی دادی چې درخصتۍ له وجې نه زیاتره مسلمانان دجلوسونواودماتم مجلسونوته ځي،چې داهم یوډول منکرکاردی.

ځینې خلک په دې غلط فهمۍ کې واقع دي چې دامبارکه میاشت ورته منحوسه ښکاري اوپه دې میاشت کې واده یانورتقریبات نه کوي اودایی عقیده وي چې که په محرم کې واده وشي نوبیابه په کورکې  جنګونه اواختلافات وي،اوددې میاشتې دنحوست لامل هم دابیانوي چې دې میاشت کې دخاتم النبیین علیه السلام لمسی شهیدشوی دی  ،دتعجب خبره خوداده چې شهادت دنحوست ذریعه بولي،حال داچې شهادت دومره عظیم نعمت دی چې خپله خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم یی هم تمناکړې ده.دشهادت مرګ دافتخارمرګ دی چې الله تعالی یی خاصوخلکوته ورپه برخه کوي. ځینې خلک بیا دامیاشت دغم میاشت بولي ،له دې امله چې په دې میاشت کې دخاتم النبیین صلی الله علیه وسلم لمسی حضرت حسین رضی الله عنه شهیدشوی دی،حالانکه دچاپه مړینه اوپه شهادت باندې هیڅکله یوه میاشت دتل لپاره دغم داظهاراودخفګیان دښکاره کولومیاشت نه بلل کیږي اونه دا په شریعت کې جایزدی،چې له دریوورځونه زیات دې په یوچاباندې غم اوخفګیان وکړلی شي،یواځې ښځه بایددخپل خاوندپه مړینه څلورمیاشتې اولس ورځې غم اوخفګیان ښکاره کړي .دحضرت  حسین رضی الله عنه دشهادت څوارلس سوه کلونه تیرشول نواوس په ده باندې دغم کولو کوم جوازدی؟که چیرې دچاپه شهادت باندې ګرده میاشت غم اوخفګیان کول په کاروي اوټوله میاشت دغم اوخفګیان  میاشت ګرځي نوبیاخودکال دولس میاشتې همدارنګه خفګیان کول په کاردي ،ځکه چې داسلام ګردتاریخ دشهیدانوله ویاړونونه ډک دی اوهره میاشت کې یوه المناکه دشهادت واقعه رامنځته شوې ده،لکه دحضرت عثمان رضی الله عنه شهادت ،دحضرت عمررضی الله عنه شهادت اوداسې نور..نوبیاخوګردکال بایدموږدشهیدانوپه شهادتونوغم ښکاره کړو،اوکله هم بایدخوشالي ونکړو.

هرمسلمان دخپل وس په انډول مسئول دی چې دټولنې داصلاح لپاره هلې ځلې وکړي،اوپه منکراتوکې اخته مسلمانان  له ناروا اومنکراتوڅخه منع کړي .په حدیث شریف کې راغلي دي :عن ابی سعیدالخدری رضی الله عنه عن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال:من رأی منکم منکراً فلیغیره بیده فان لم یستطع فبلسانه فان لم یستطع فبقلبه وذالک اضعف الایمان .(رواه مسلم)

ژباړه:له ابوسعیدخدری رضی الله عنه څخه  هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چې فرمایلي یې دي:هرهغه چاله تاسې څخه چې یوناوړه اوبدعمل ولید،نوهغه ته په کاردی چې په لاس سره یې لرې کړي که یې دلاس طاقت نه و،نوپه ژبې سره دې لرې کړي اوکه دژبې وس نه لري نوپه زړه کې دي کرکه ورڅخه وکړي اوداله ګردوڅخه کمزوری ایمان دی.یعنې مبارزه په درې ډوله ده .یوداچې دمټوپه زورسره دناروااومنکراتومخنیوی وکړې،دویم داچې دوعظ اونصیحت له لارې يې مخه ونیسې ،اوخلکوته دناروااومنکراتوخطرناک عواقب بیان کړئ،دریم داچې په زړه کې کرکه ورسره وکړئ.قلبي دښمني په ځان کې پیداکړئ اوددې ثبوت به داوي چې په هیڅ وخت کې به داناروانه کوې اونه به مینه ورسره ساتې ،داله ګردوڅخه کمزوری ایمان دی. پیاوړی ایمان دادی چې دمټوپه زوریی مخه ونیسې  ،اودانحلال هاندیی وکړی اوکه څوک ددې درې واړوځواک لرې نودابیاله ټولوڅخه غوره عمل دی ،مګرپه هیڅ صورت کې به بې تفاوته نه پاتې کیږي اوکه نه نوګناه ګاردی.

About admin