Home » بېلا بېلي لیکني » داسلام داوسنیودښمنانو اودجهالت دمهال دمشرکینوتوپیر

داسلام داوسنیودښمنانو اودجهالت دمهال دمشرکینوتوپیر

د اوسنیو په اصطلاح متمدنو (مهذبو)چارواکو او د جهالت د وخت د مشرکینو توپیر:
د هجرت په شپه ابوجهل او ورسره مشرکین ټوله شپه تر سهار لمر څرک پورې د رسول الله صل الله علیه وسلم د کور چاپیره ولاړ وو تر څو هغه راووزي او دوی یې ونیسي، دوی کولای شوای چې کور ته ور ولویږي او خپل هدف په اساني سره ومومي خو په دوی کې لږ تر لږه دومره نارینه توب وو چې په خوب ویده ښځې او ماشومان دې تر برید لاندې ونیسي، یوه کس یوازي دا مشوره وړاندې کړې وه چې راځئ پر دیوال ور واوړو هسې نه تر سهاره وتښتي…! ابوجهل په ډیر قهر ځواب ورکړ: سبا به خلګ څه وایي؟ وایي به دوی هم نران وو چې په نیمه شپه یې د محمد د ښځو ستر ورمات کړ او په کوچنیانو کې یې ولویدل؟؟؟!

ابو سفیان چې لا مسلمان شوي نه وو د روم هرقل ړر وغوښت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې ترې وپوښتل: ایا هغه کله دروغ ویلی؟ ایا هغه په قتل تورن دی؟
ایا چل او فریب کوي؟؟
ابوسفیان وویل: د کعبې په رب قسم که زه نه ویریدلای چې بیابه خلګ وایي ابوسفیان دروغ وویل نو ما به د محمد په اړه دروغ درته ویلي وای.
هغه په دې خاطر چې څوک یې دروغجن ونه بولي او شخصیت ته یې صدمه ونه رسیږي د رسول الله صل الله علیه وسلم په اړه له تهمتونو او دروغ ویلو تېر شو…!
دوی کې اقلا دومره مردانګي وه چې له داسي ټیټو کړنو یې راوګرځوي، تر ټولو مهمه دا چې هغه مهال په ټولنه کې د غیرت، ریښتنولي او مروت په نوم اصول شته وو، او ددې اصولو خلاف کړنو ته د ټولنې عکس العمل هم دومره مهم وو چې د ټولنې افرادو بغاوت ته زړه نه ښه کاوو.
په اوسني جهالت کې موږ او تاسو شاهد یو چې هیڅ ډول انساني اصولو ته ژمنتیا نشته د دښمن په ضد له هیڅ راز بزدلۍ څخه لاس نه اخلي، په نیمه شپه د شک پر بنیاد هم پر کورونو ورخیژي…
د شپې پر افغاني حریم تیری کوي، پر بامونو ورخیژي، تور سرې سرتورې کړي ماشومان وکوړنچوي او د کور نارینه ته پر سر خولۍ ورواغوندي او په ډیر ځناورتوب یې ځان سره بوزي…
یوه میاشت، یو کال او یا تر دې هم زیاته موده بې محاکمې زنداني کړي او…
اوس د دین دښمنان دومره پست او لویدلي دي چې د مروت، شرافت او غیرت په نامه څه پیژني هم نه.

الفرق بين التيار والشعب الجاهل للبلد الحالي:
دحلمیار دوال څخه

About admin