Home » درس الحديث » ایمان اوبیاجهاد .

ایمان اوبیاجهاد .

 

وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه، قال: أتى رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: أي الناس أفضل? قال: {مؤمن يجاهد بنفسه وبماله في سبيل الله تعالى}، قال: ثم من ? قال: {ثم مؤمن في شعب من الشعاب يعبد الله، ويدع الناس من شره}.  کتاب الجهاد ص\۳لابن البطه رح

ژباړه  : ابوسعیدالخدري رضی الله تعالی عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوتن راغی اوورته ویې ویل : کوم خلګ له نورو څخه غوره دي ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :هغه خلګ چې په ځان اومال سره دالله تعالی په لاره کې جهاد کوي  ، هغه تن بیاوپوښتل :  بیاکوم خلګ له نوروغوره دي  ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : بیاهغه مومن له نورو غوره دي چې په غرونوکې چیرته اوسیږي ، دالله تعالی عبادة کوي ، اوخلګ یې له شره خوندي وي  .

تشریح  :په دغه حدیث کې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  په مومنانوکې  ددوو ډلو فضیلت له نورو ټولو څخه په ډاکه کړی ،

لمړۍ ډله یې هغه مجاهدین دي چې دالله تعالی درضاء لپاره دالله تعالی ددښمنانو سره جنګیږي  اوجهاد کوي  ، اودخپل ژوندحسیني شیبي یې دجهادپه کړاوونو لوږو اوتندوکې تیریږي ، اودا ډله ځکه ترټولو غوره ده چې دلته په زمکه دالله تعالی ددين خورونکي دي .

اودتلپاتي ژوندپه نړئ کې دالله تعالی تراستاذو راوروسته بیا ترټولوسترمقام  دهمدي خلګو دی . لهذا ددغه خلګو دواړي نړئ له نیکمرغیو اوسعادتونو څخه فیمانه دي  .

اودوهمه ډله یې هغه خلګ دي چې دکفارو له لاسپوځیو،اوله مؤمنانو سره ددرغلیو اونورو فتنو څخه لیري چېرته په ګوښه کې دخپل رب عبادة کوي ، اوخلګ یې له شره څخه خوندي وي .

دلته داخبره اړینه ده چې د دوهمي ډلي فضیلت هغه مهال ده چې چیرته په مسلمانانو باندي جهاد فرض عین شوی نه وي  ، اوکه په مسلمانانو جهادفرض عین ګرزیدلی وي نوبیاددغه خلګو دا عمل نه یواځې فضیلت نه لري بلکه دجهاد دترک له امله په کبیره ګناه کې هم اخته کیږي ، اوله کبیره ګناه سره عبادة هیڅ اعتبارنشته .

لنډه دا چې جهادفرض عین شې هلته بیادجهاد نه پرته هيڅ عمل غوره نه دی ، تردي چې ترایمان رالاندي ترټولو سترمقام دجهاد دی لکه ددي مفهوم چې صریح حدیثونه موجود دي  .

 

About admin