Home » دار الافتاء » په څلور رکعتیزو نفلوکې به په لمړۍ ناسته کې درود اوپه دریم رکعت کې سبحانک اللهم ..ویل کیږي ؟

په څلور رکعتیزو نفلوکې به په لمړۍ ناسته کې درود اوپه دریم رکعت کې سبحانک اللهم ..ویل کیږي ؟

الاستفتاء رقم …………… محترم مفتي صاحب ! که یوتن څلوررکعته نفل کوي نوپه اوله قعده [ناسته ]کې به درود اودعاء وايې اوکنه ؟ اوهمداراز به په دریم رکعت کې سبحانک اللهم …. وايې اوکنه ؟ یوطالب

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: هو،په لمړئ قعده کې به ترپایه تشهدوايې اودرود به وايې اوپه دریم رکعت کې به سبحانک اللهم … هم وايې ځکه دنوافلو هردوه رکعته مستقل ګڼل کیږي .

لمافي تبیین الحقائق ۱\۴۳۳ ویصلي علی النبي صلی الله علیه وسلم في کل قعدة منه ویستفتح في الثالثة …

وفي حاشیة الطحطاوي ۱\۲۸۶وفي البواقي من ذوات الاربع یصلي علی النبي صلی الله علیه وسلم ویستفتح ویتعوذ الخ وفي الدرالمختار ۱\۵۰۰   مثله

وکذافي الفقه الحنفي في ثوبه الجدید ۱\۲۹۸

About admin