Home » عصري مسائل » که دجامو په رنګ کې وینه اوالکحل ګډوي ؟؟

که دجامو په رنګ کې وینه اوالکحل ګډوي ؟؟

پوښتنه : محترم مفتي صاحب ! اوس مهال چې کومي جامي رنګیږي په دې کې وینه اوالکحل  هم وي نوله دي ډول جاموسره لمونځ څرنګه ده  ؟ یوطالب

جواب: په ذکرشوي صورت کې که چېرې  ددغه  رنګ [چې وینه اوالکحل هم په کې شامل دي ]حقیقت بدل شوی وي نوبیاپروانه لري اوس رنګ  ناپاک اونجس  نه ګڼل کیږ ي ،اوکه په رنګ کې دغه نجس څیزونه په خپل حقیقت  باندي پاته وي نوبیا دوه  صورته دي که چېري  په درې ځله نښتېځلوسره پاکې اورڼي اوبه وبهیږي  نونجاست يې ختمیږي  اوجامي پاکي ګنل کیږي ،اوکه چېري  يې رنګ نه ځي  نوترهغه دي کوشش وکړي چې رنګ يې ولاړشي اوله هغه وروسته دي درې وارې ووینځي اوهرځل  دي  ونښتېځي پاکیږي .  په هرصورت دداسي جاموله استعمال څخه باید ډډه وشي .

في الفتاوی الغیاثیة ۱\۱۲  والثوب  اذاصبغ بصبغ نجس انه یغسل  الثوب  حتی  ان یسیل  …منه الماء علی انه ابیض ثم یغسل بعدذلک ثلاثا.

آپ کي شرعي مسائل  لمولانا خالدسیف الله صاحب  ۱\۲

ملاحظه : اوس مهال په دغه رنګونو باندي ناپاک اجزاء نه ګډيږي اوکه بالفرض په کوم ځای کې داکار کیږي نوهم ددغه رنګ اجزاء په خپل حقیقت باندي نه پاته کیږي .

والله تعالی اعلم

دمفتي ابویاسر فه فتاو ی څخه

About admin