Home » دار الافتاء » په پېټرول پمپونواومارکیټونوکې دمیرمنو مساجد!

په پېټرول پمپونواومارکیټونوکې دمیرمنو مساجد!

الاستفتاء رقم ……… اوس ډیرځایونه په پټرول پمپونو اوپه ځینو مارکیټونو کې یاپه لویولاروباندي دښځولپاره دزنانه مساجدوپه نوم ځایونه جوړیږي نودشریعت له نګاه څخه خوبه په دې کې کوم حرج نه وي ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دښځولپاره مستقل مساجد آبادول چې دجماعت لمونځ په کې کوي فقهاء منع کړي ،مګر هغه ځایونه چې په سوال کې يې یادونه شوي هغه يواځې دمیرمنولپاره دضرورت اوسفرپه مهال دلمانځه داداء کولو خصوصي ځایونه دي .

دادشرعي مساجدوپه ډول نه دي ،اونه ښځې خپل لمونځونه په جماعت سره په دغه مساجدوکې اداء کوي ،اونه هم په همدې غرض جوړشوي .لهذا په مذکوره ځایونه کې دښځولمونځونه له شکه پرته صحیح اومالک ته به يې په صحت دنیت سره الله تعالی اجراوثواب ورکړي .

کذافي آپ کي مسائل لخالدسیف الله ۱\۱۵

 

About admin