Home » درس الحديث » مؤمنانوته الله تعالی په هرتکلیف باندي اجرونه ورکوي !

مؤمنانوته الله تعالی په هرتکلیف باندي اجرونه ورکوي !

عن أبی هریرة رضی الله تعالی عنه قال: قال النبی صلی الله علیه وسلم : ابشروا فانه لایصیب احدامنکم مصیبة فی الدنیاالاجعلهاالله له کفارة حتی الشوکة التی تقع فی قدمه . مشکوة

له حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی ،فرمایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې تاسو خوښ اوسئ په هغه تکلیف ،مصیبة اوغم باندي چې په دنیاکې درته رسیږي ،ځکه تاسوته داتکلیف نه رسیږي مګرپه داسې ډول چې هغه مودګناهونوکفاره شې ، تردي چې که دچاپه پښه کې اغزی جګ شي   . یعني دغه اغزی یې لاهم دګناهوکفاره وي .

تشریح

یعنې الله جل جلاله په دنیاکې په هرمصیبة اوپریشانې باندي مسلمانانوته اجرونه ورکوي اوګناهونه یې معافوي ،اورسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته تسل ورکوي چې په مصیبتونه باندي صبر وکړئ  ،او هرډول  تکلیفونو اوزحمتونو چې دکافرانودلاسه ورته رسیږي بایدپه سړه سینه یې وګالئ.

 

About admin