Home » دمېرمنو اسلام » دعمر رضي الله عنه د کونډي لور کوژدن!

دعمر رضي الله عنه د کونډي لور کوژدن!

 

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي: کله چې د عمر لور حفصة (خپله خور ښیي) له خنیس بن حذافة السهمي نه کونډه شوه، چې هغه د رسول الله ﷺ صحابي و، د بدر غزا برخه وال و او مدینه کې وفات شو، عمر وویل: چې عثمان بن عفان سره مې ولیدل د حفصې په اړه مې ورته وویل چې که ستا خوښه وي درته نکاح به یې کړم، هغه راته کړه: زه به د ځان په اړه فکر وکړم، له څو شپې ځنډ وروسته یې راته وویل: زه نه غواړم دې وخت کې واده وکړم.

عمر وایي: بیا مې له ابو بکر سره ولیدل، د حفصې په اړه مې ورته وویل چې که ستا خوښه وي درته نکاح به یې کړم، ابو بکر چوپ پاته شو، هیڅ ځواب یې رانه کړ، نو زه (د هغه د چوپتيا لامله) له عثمان نه دومره نه شوم خپه لکه له ابو بکر نه. له څو شپې ځنډ وروسته حفصه رسول الله ﷺ وغوښتله او هغه ته مې نکاح کړه.

عمر وایي: له دې وروسته مې له ابو بکر سره ولیدل، هغه راته کړه کله چې تا د حفصې په اړه خبر راته وکړه او ما ځواب درنه کړ شاید ته به زما نه خپه شوی وې، ما ورته وویل: هو، هغه راته وویل: ما ځکه ځواب درنه کړ چې ما ته معلومه وه، رسول الله ﷺ هغه یوه ورځ زما مخکې یاده کړې وه، نو ما د هغه راز نه شوی ښکاره کولی. که هغه پرې ایښې وی بیا ما قبلوله.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قال: حِينَ تَأَيَّمَتْ حَفْصَةُ بِنْتُ عُمَرَ مِنْ خُنَيْسِ بْنِ حُذَافَةَ السَّهْمِيِّ وَكَانَ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ شَهِدَ بَدْرًا تُوُفِّيَ بِالْمَدِينَةِ قَالَ عُمَرُ فَلَقِيتُ عُثْمَانَ بْنَ عَفَّانَ فَعَرَضْتُ عَلَيْهِ حَفْصَةَ فَقُلْتُ إِنْ شِئْتَ أَنْكَحْتُكَ حَفْصَةَ بِنْتَ عُمَرَ قَالَ سَأَنْظُرُ فِي أَمْرِي فَلَبِثْتُ لَيَالِيَ فَقَالَ قَدْ بَدَا لِي أَنْ لَا أَتَزَوَّجَ يَوْمِي هَذَا قَالَ عُمَرُ فَلَقِيتُ أَبَا بَكْرٍ فَقُلْتُ إِنْ شِئْتَ أَنْكَحْتُكَ حَفْصَةَ بِنْتَ عُمَرَ فَصَمَتَ أَبُو بَكْرٍ فَلَمْ يَرْجِعْ إِلَيَّ شَيْئًا فَكُنْتُ عَلَيْهِ أَوْجَدَ مِنِّي عَلَى عُثْمَانَ فَلَبِثْتُ لَيَالِيَ ثُمَّ خَطَبَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَنْكَحْتُهَا إِيَّاهُ فَلَقِيَنِي أَبُو بَكْرٍ فَقَالَ لَعَلَّكَ وَجَدْتَ عَلَيَّ حِينَ عَرَضْتَ عَلَيَّ حَفْصَةَ فَلَمْ أَرْجِعْ إِلَيْكَ قُلْتُ نَعَمْ قَالَ فَإِنَّهُ لَمْ يَمْنَعْنِي أَنْ أَرْجِعَ إِلَيْكَ فِيمَا عَرَضْتَ إِلَّا أَنِّي قَدْ عَلِمْتُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ ذَكَرَهَا فَلَمْ أَكُنْ لِأُفْشِيَ سِرَّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَوْ تَرَكَهَا لَقَبِلْتُهَا. رواه البخاري

ابن هبیره رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي : له روایت نه دا ګټه ترلاسه کولی شو چې د چا لور کونډه شي باید سمدستي مناسب ځای ورته پیدا کړي او له عدت تېریدلو وروسته یې باید واده کړي، او په دې اړه باید سستي او بې غوري ونه کړي. الافصاح عن معاني الصحاح

داراز له دې روایت نه ښکاري چې د خپلې لور په اړه چا ته د کوژدن خبره کول ښه کار دی او په دې کې هیڅ بدي نشته، لکه د مدین حضرت شعیب علیه السلام  چې موسی علیه السلام ته وویل: زه غواړم دې دوو لوڼو کې مې یوه تا ته په نکاح کړم. إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ. د موسی علیه السلام خُسر ته چې یې لور د ده پیاوړتیا او امانتداري بیان کړه، هغه سمدستي ورته وویل: زه تیار یم لور درکړم. هوښیار او د اولاد غمخور سړی چې د خور او لور لپاره مناسب سړی پیدا کړي، باید همداسې وکړي، زموږ ټولنه کې چا ته د خور او لور ورکولو په اړه څه ویل د شرم خبره بلل کیږي! خو دا هوښیاري او د اولاد غمخواري هیڅکله نه ده.

الله دې زموږ پر حال رحم وکړي ، د کونډو په اړه زموږ ظلمونه بېخي عجیبه دي ، زموږ ټولنه کې د اسلامیت او دینداري له لویو دعوو سره په بې وزله، بې وسه او غمونو او دردونو کړولې کونډه زیات ظلم کیږي ، په کلونو کلونو یې ځواني کونډې کېنولې وي ، څوک یې چې د مېړه خپلوان ته ودول لازمي بولي هر څومره بوډا ته یې هم نکاح کوي او که نه وي واړه ماشوم ته یې په کلونو کېنوي او ځیني خلک یې بیا د پیسو په بدل کې خرڅوي او چې څوک ډېرې پیسې ورکړي ورکوي یې.
دا په داسې حال کې چې اسلامي شریعت د کونډي ژر ودولو توصیه کوي او داراز شریعت کونډي ته اختیار ورکوي چې هر چا سره وغواړي واده کولی شي، اسلام کونډه یو حر او د خپل اختیار لرونکی انسان ګرځولی دی او موږ د انسانیت له درجې ایستلې ده د یوې متاع په توګه چلند ورسره کوو او هر ځای او په هر چا یې پلورو!

حامدافغان

About admin