Home » دماشومانو اسلام » درې په زړه پورې لنډي قیصې !

درې په زړه پورې لنډي قیصې !

 

دنصیحت وړتیانه لرم !

عمر بن عبد العزیز رضي الله عنه یوه سړي ته وویل: نصیحت راته وکړه، هغه ورته کړه: زه خلکو ته د نصیحت کولو وړتیا نه لرم، عمر ورته وویل: ولې؟! هغه وویل: یو وخت مې جومات کې لمونځ کوه، یوه لور ته مې غریب سړی ولاړ و، بل لور ته شتمن، ما به په غریب زور ورکوه او شتمن ته به مې ځای پراخوه!

“سفط الملح لــ سعد الله الدجاجي

دعمر الفاروق (رض)  یوه ستره هیله

کله چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کال: ۲۳هـ له حج نه فارغ او د منی او مکې منځ کې ابطح نومي ځای ته ښکته شو، دا دعا یې وکړه: یا الله! هډونه مې کمزوري شوي، قوت مې کم شوی او ولس مې زیات شوی دی، یا الله! نور ستا په لاره کې شهادت او ستا د رسول په ښار کې مرګ غواړم. او الله تعالی یې دا دعا قبوله کړه.

د عمر رضي الله عنه دا جمله: “او ولس مې زیات شوی دی” یعني نور ویریږم چې د مسلمانانو خدمت کې به کوتاهي او تقصیر رانه وشي، ځکه عمر یې زیات شوی او کمزوری شوی و؛ نو ځکه یې الله نه د شهادت غوښتنه وکړه!

دا مهال د حجاز په شمول عراق، مصر، ليبيا، شام، فارس، خراسان، ختیځ اناضول، جنوبي ارمينيا، سجستان اوالقدس د ده تر واک لاندې سیمې وې. رضي الله عنه

دخپلوې پالني ګټې !

سعید بن المسیب رحمه الله ته چا وویل: ابراهیم بن محمد بن طلحة ومړ! هغه ورته وویل: څنګه مړ شو؟! ول کوټه پرې ړنګه شوې او دی ورنه لاندې شوی! سعید وویل: د هغه غوندې سړی داسې نه مري! کله یې چې کوټه وپلټله ابراهیم یې راوایست، یواځې یوه پښه یې خوږ وه نور روغ رمټ و! سعید بن المسیب ته چا وویل: ته څنګه پوه شوې؟! هغه وویل: ځکه هغه خپلوي پالي، او خپلوي پالونکی په بد مرګ نه مري. “سفط الملح وزوح الترح” لابن الدجاجي (482 – 564 هـ)

دحامدصاحب له وال څخه

About admin