Home » درس القرآن » تقوی : دفتح ، مغفرت ، اوکړاونو دازالي سترلامل !

تقوی : دفتح ، مغفرت ، اوکړاونو دازالي سترلامل !

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (29) انفال

ژباړه : ای مؤمنانو ! که تاسو دالله تعالی څخه ویره کوئ ، نوهغه به تاسو ته فتوحات درپه بر خه کړي ، اوستاسوڅخه به کړاونه ختم کړي ، اوبخښنه به درته وکړي ، اوالله تعالی دستر فضل ځښتن دی .

تشریح : یعني په مجاهدباندي تقوی لازمه ده ، دلته له تقوی څخه مراد داده : چې مجاهدبه دالله تعالی امرونه     مني ،اودهغه له نواهي   څخه به ځان ساتي ، یاپه بل تعبیر : مجاهدبه داسلام ددين ټول احکام   مني اوپه ځان به یې عملي کوي ، نورکه هغه   دښواعمالو دسرته رسوني سره تړاو لري ، اوکه له بدو اعمالو څخه دډډې کولو سره تعلق لري   . تردي چې مجاهدبه زیارباسې چې له شبهاتو څخه هم ځان وساتې .

اوپه ذکرشوي آیة کې لوی خدای ج دتقوی دري ځانګړي فايدې ذکرکړي دي ، یعني په تقوی سره

  • فتح اوبری موندل .
  • دسختیو اوکړاونولری کیدل .
  • دګناهونو مغفرت اوبخشنه   .

مجاهدباید ارومرو تقوی ولري ، هسې نه چې مجاهد دحرامو یاګناهونو په ارتکاب سره یا دفرضیاتو ، واجباتو اوسننو دایله کولو له امله له دي وړاندینیو ګټو اونعمتونو څخه محروم شې ، بلکه کله خو دیوه تن په بي پرواهي یادګناهونو په کولوسره دمجاهدینو ټول تشکیل له فتح اونصرت څخه بي برخي وي ، یادسختو کړاوونو سره مخ وي ،

په ځآنګړي ډول : مجاهدین باید له غیبت ، دروغ   ، بدرد ویل ، بهتان ، بدنظري ، خیانت   ، نیت خرابي اونور دغه ډول معاصي چې په ټولنه کې بي خې عام دي په کلکه ځان وساتي ، اوپه بدل کې یې په ځان کې غوره اونیک اوصاف راولي لکه : تقوی الهي خشیت ،مینه ، اخلاص ،صداقت ، اونو…. .

همداراز باید مجاهدین دږیري د خرېیلو   ، وهلو ،لنډولو ،نشې کولو . ناروا سندري اوريدلوڅخه هم ډډه وکړي   ،

لنډه داچې :غلبه ،نصرت   اوپه دښمن باندي فتح هغه مهال موندل کیږي چې مجاهدین تقوی ولري .

About admin