Home » بېلا بېلي لیکني » موږ څرنګه مطالعه وکړو؟

موږ څرنګه مطالعه وکړو؟

لیکوال : محمد زبیر ندوي

ژباړه : ابوعمیر

د علم او مطالعې صحیح ذوق هغه خدایي نعمت دی چې ډېرو کمو نیکبختو انسانانوته ورکولی کیږي، دا ذوق انسان دې ته اماده کوي چې په خپل عمل او فهم کې ورځ تربلې زیاتوب راولي او له نوي قیمتي علمي ملغلرو خپله لمن ډکه کړي ، لیکن کله داسي هم کیږي چې یوانسان په دې نه پوهیږي چې په څه توګه ښه  اوګټوره مطالعه وکړي،دمطالعې نتائج او فوائد په خپل ذهن اودماغ کې داسي حفظ کړي چې بیا یې ترډېره یادداښت وي او پخپلو تحریراتو اوتقریراتوکې  ترې استفاده وکړي ؛ ځکه نو دمطالعې لپاره لاندي یو څو مفیدي اوپه تجربه ثابتي خبري ستاسو په وړاندي ږدو ؛ ښایې چې څوک ترې استفاده وکړي اودعلمي ترقي ذریعه یې جوړه شي

لمړۍ خبره –  په دې سلسله کې لمړۍ خبره داده چې په کاردی انسان داسي فن انتخاب کړي چې دده له ذوق اوطبعیت سره سم وي  او ذهن یې  قبلولو ته اماده وي ؛ په یوه وخت کې د ډېرو فنونو  کتابونه لوستل  دمضامینوپه استحضارکې خلل پیداکولی شي، دمثال په توګه  که ستاسو ذهن ادبي وي نو ادبیات باید خپله موضوع وټاکئ، که مو له فقهې سره ذوق وي اوذهن موفقهې مسائلو ته مائل وي نوبیا فقهیات خپله موضوع وټاکئ  اودهمدي موضوع اړوند مطالب مطالعه کړئ.

دوهمه خبره –  دا چې دخپلې مطالعې اوعلمیت جاج واخلئ چې دکوم فن لوري ته ستاسو ذهن مائل دی نوتاسو دهغه فن په اړه څومره معلومات لرئ؟ ایا تاسو ددې له بنیادي اولمړنیو معلوماتو خبریاست ؟ که ستاسو علم  اومطالعه درمیانه ده ؟  اوکه ددې فن اړوند په لوړه سطحه معلومات مو په کاردي ؟

درېیمه خبره –  دا چې  دخپل ځان له جاج اخیستلو وروسته  دا معلومه کړئ چې اوس تاسو ته کوم ډول کتاب لوستل په کاردي ؟ مثلا که ستاسو ذهن دسیرت طرف ته مائل وي  او ورسره مینه لرئ اوتاسو ته په دې اړه لمړني معلومات نه وي ، یا معلومات موکم وي، نو په دې سلسله کې د سید سلیمان ندوي  د رحمت عالم په نامه سیرت ، نبی رحمت، او دعلي میان ندوي سیرت رسول اکرم ، یاهم  د حفظ الرحمن سیوهاروي سیرت رسول کریم ، یا د ماهر القادري  دریتیم  مطالعه باید وکړئ.

خوکه تاسو ته  دسیرت په اړه لمړني اوبنیادي معلومات وي  نو بیا تاسو دقاضي سلمان منصورپوري کتاب  رحمة للعالمین کامل ، سیرت حلبیه ، د ابوالکلام ازاد  ولادت نبوي ، دمناظراحسن ګیلاني  النبی الخاتم کتابونه باید ولولئ.

اوکه تاسو په دې اړه تاسو لږ اوزیات معلومات لرئ  او اوس غواړئ چې تحقیقي مطالعه وکړئ نو دشبلي نعماني  سیرة النبي ، دسیدسلیمان ندوي سیرة النبي او د مولاناادریس کاندهلوي سیرة المصطفی  او دډاکتر حمیدالله صاحب ځیني کتابونه  مطالعه کړئ.

په دې سربیره تاسو باید یو جید عالم او له کتابونوسره مینه لرونکي عالم سره مشوره وکړئ  چې په دې توګه  دکتاب انتخاب ډیرزیات مفید دي .

څلورمه خبره – دکتاب له انتخاب وروسته باید هغه په داسي توګه مطالعه کړئ چې ګویا داستاسولمړی او وروستنی ځل دی ، ددې خبرې په ذهن کې نیول ډير زیات ضروري دي؛ ځکه مطالعه باید له دې امله سرسري ونه کړی شي چې دوهم ځل به یې بیا مطالعه کړم، یا په راتلونکي کې به یې بیامطالعه کوم. د اکثره خلکومطالعه له دې امله ناقصه وي چې هرکتاب په سرسري توګه په دې هېله مطالعه کوي چې بیا به یې دوهم ځل ګورم چې بیاکله هم دا موقع په لاس نه ورځي او په ذهن کې یې ناقص معلومات پاتي کیږي ؛ ځکه نو دا غلطي له لمړي سره باید له دماغ څخه وباسو

پنځمه خبره –  داچې مطالعه څرنګه وکړو؟  دا یوه ډېره مهمه پوښتنه ده او د صحیح معلوماتو اومفید علم لپاره دبنسټ حیثیت لري ، دمطالعې طریقه داده چې کتاب درواخله او داسي ځای مطالعه پیل کړئ چې  د هیڅ ذهني تشویش اندیښنه نه وي ،له کتاب سره تاسو یوه کتابچه  اوقلم هم باید ولرئ ،اوس یو کار داوکړئ چې خپل دمطالعې کتاب موپه څو برخو وویشئ هغه که دبابونو په  اعتبارسره وي یاهم د ورقو په اعتبارسره ، مثلا: تاسو چې کوم کتاب انتخاب کړی په هغه کې دوه سوه صفحې دي ، نو دا په  شلو برخو تقسیم کړئ او بیابیا د لسو ورقو مطالعه کوئ ،لیکن دې ته مو باید پام وي چې  لس صفحې (ورقې) مو مطالعه کړي ترهغه  نوري لس ورقې مه مطالعه کوئ ترڅو چې مو په لمړیو لسو صفحاتو پوره برلاسي نه وي ترلاسه کړي، تاسو کوشش کوئ چې هغه لس صفحې مو داسي په ذهن کې راغلي دي چې تاسو یې خلاصه  په تقریر یا تحریري توګه  وړاندي کولی شئ ،که څه هم تاسو دغه لس صفحې بار بار ترنظر تیرولوته  اړکړي مخې ته مه ځئ.

شپږمه خبره –  داچې  د پنځمې خبرې په اساني سره عملي کولو لپاره له قلم اوکتابچې څخه کاراخیستلی شئ، هغه داچې تاسوته   دمطالعې په مهال کومه مهمه خبره ، یانوي معلومات په لاس درشي  د پنسل په مټ یې نښاني  کړئ او یا په خپله کتابچه کې اشاره ورته وکړئ اوکه ډېره مهمه وي نو په کتابچه کې یې ولیکئ ، اوله لیکلوسره سره یې په ذهن کې هم دساتلو کوشش وکړئ، په دې توګه به داهم معلومه شي چې تاسو ددې لسو صفحاتوپه مطالعه سره کوم نوي معلومات ترلاسه کړل اوکوم معلومات له مخې تاسو سره ؤ .

اومه خبره –  تاسو کولی شئ په دې توګه دمطالعې کولوه اوپه خپله سینه کې دمعلومات له راغونډولو  وروسته دوه کارونه وکړئ ، یو خوداچې تاسو  دخپلي مطالعې  خلاصه ولیکئ  چې  بیا به ستاسو په ذهن کې ترډېره  پوري پاتي وي . دوهم داچې تاسو دخپلي مطالعې حاصل خپلو ملګرو ته بیان کړئ  یو خوبه هغوی ته هم نوي معلومات په لاس ورشي اوستاسو مطالعه به نوره هم  پخه شي ، داکار که تاسو د لسو لسو صفحاتو له مخې کوئ یا شلو شلو یا پنځوس پنځوس یاستاسو د ذوق اووخت مطابق

اتمه خبره – داچې  کله کله له مطالعې کولو ستړیا  او بې کیفي پیداکیدی شي ؛ مګر دعلمي تندي له امله باید داحالت وزغملی شي او د علمیت له ملغلرو دخپلي لمني ډکولو  مینه دامشکل ترډېره کمولی شي، خو که بیا هم داسي کیفیت پیداشي نو تاسو  په پیل کې ډېره مطالعه مه کوئ بلکه چې څومره مو طبعیت ورته اماده وي همدومره مطالعه وکړئ ، یا خو ددې حالت مقابله وکړئ مطالعې ته کش ورکړئ خو کله کله  یوځل یوې بلې خواته  دتفریح په نیت ووزئ یا چای وڅښئ  ترڅو مو دمطالعې نشاط برقرار پاتي شي.

نهمه خبره –  تاسو په دې توګه کم ترکمه  دیوکتاب له مطالعې وروسته چې دعلم کومه برخه ستاسو په نصیب شوي  دهغې د خوښۍ  اندازه وکړي  خو دداډول خوښي اندازه هغه څوک لګولی شي چې  ددې تجربه وکړي ، لیکن داسي مطالعه مو باید دنورو کتابونو دمطالعې خنډ نه شي ؛ ځکه نو د اکابرو علماء کرامو حالات هم کله کله ګورئ هغوی خپل مقتدایان وګڼئ او دهغوی مقام ته درسیدو هڅه کوئ ، دا په یاد لرئ چې لوړ هدف  د ژوند نښه ده  که تاسو دیوه لوړ علمي شخصیت مقام ته درسیدو هڅه وکړئ نوکه  دهغه مقام ته ونه رسیږي  نو د منځنۍ طبقې ته به خامخا رسیږئ ، تاسو همیشه خپل ځان دعلم محتاج وبولئ او په دې باره کې هیڅ استغنا مه کوئ

لسمه خبره–  داچې  د ذوق له خاوندانو ، وسیع المطالعه  او دجیدو علماؤ صحبت اوملګرتیا  او دهغوی مجالسو کې شرکت ستاسو په علم کې نوره هم ترقي راولي ، دخبرو په مهال چې له کوم عالم نه دکوم کتاب یا شخصیت په اړه  څه واورئ له ځان سره یې نوټ کړئ  اوکم ترکمه  هغه کتابونه یوځل مطالعه کړئ یا یې مقدمه اوفهرست خامخا وګورئ ځکه داهغه  علمي کیلي ده چې ستاسو علمي ذوق ته  نوره  وده ورکولی شي

About admin