Home » بېلا بېلي لیکني » هغه څه چې یوه عالم ته يې په فتوی ورکولو کې رعایت له واجباتو ګڼل کېږي

هغه څه چې یوه عالم ته يې په فتوی ورکولو کې رعایت له واجباتو ګڼل کېږي

۱=    :که چېري مفتي په یوه مسئله کې غلط شو نوواجب دی چې له خپلي دغې فتوی څخه به رجوع  کوي  . موږ بایدپوه وي چې :زموږ په ټولنه کې دغه عمل یوعیب ګڼل کیږي اووجود يې لکه عدم داسي دی .

۲=   : که مفتي له يوي مسئلي څخه رجوع وکړي  نوواجب دی چې  په هغه مسئله به عمل ترک کوي ، اوکه يې تررجوع وړاندي عمل ورباندي کړی  ونوکه چېرته يې هغه حکم ددلیل قطعي څخه مخالف وهغه عمل به سمدستي نقض کوي که مفتي  مجتهدوي اوکه مقلد،اوکه هغه حکم محل اجتهادونوبیاکه مفتي مجتهد ونه دي نقض کوي اوکه مفتي مقلدونوبیادي نقض کړي که يې دمذهب دامام څخه مخالف و.

۳=   : په مفتي باندي واجب دی چې مستفتي ته به دخپلی رجوع خبر ورکوي  ، که مستفتي په هغه عمل کړی وي  اوکنه .زموږ په سلفوکي چې کله داسي شوي وي نوپه میاشتومیاشتويې دمستفتي طلب کړی ترڅودخپلي رجوع خبرورکړي .

۴= :په مفتي باندي واجب دی چې ترڅويې په مسئله  علم  یقين ياظن غالب نه وي موجودحکم به چاته  نه ورکوي .

۵= : په مفتي واجب دی چې په فتوی  اوحکم  به له خلقوڅخه اجرة اوهدیة نه اخلي؛[الافي الضرورة الشدیدة کالمخصمصة] .

په امام المسلمين باندي لازمه ده چې هغه مفتي ته چې ځان يې دخلقو فتوی ورکولو ته  متعین کړی وي   دومره اندازه نفقه اومصرف ورکړي  چې دی له کسب څخه مستغني کوي .

۶= په مفتي باندي واجب دی چې دحکم په لیکلو کې به دحق پرته دچارعایت نه کوي  ،یعنی دقرابت ، ملګرتیا  ، دوستي اوداسې نور ….  متاسفانه چې زموږ په علمي ټولنه کې دغه عمل زیات لیدل کیږي .

۷= په مفتي باندي واجب دی چې دچادپشار یاهیبت  ،یااثراندازي له امله به حکم نه لیکي  ، زیاته که دفرد له لوري وي اوکه دحکومت  له لوري  وي سیاسي وي که غیرسیاسي  .

۸=  په مفتي باندي واجب  دی چې  په فتوی ورکولو کې به ځان  له شواذو اقوالو څخه ساتي اوپه داسې اقوالو به هیڅکله هم فتوی نه ورکوي   .

۹= که مفتي دځينوستنونزو له امله له ښه غورکولو څخه في الحاله عاجزه و نوواجب  دی چې له فتوی ورکولوڅخه به ډډه کوي ترڅوچې خپل عادي حالت ته راګرزي   .

۱۰=  واجب دی چې مفتي چاته فتوی ورکوي نوپه خپله به هم په هغه عمل کوي . اتامرون الناس بالبر وتنسون انفسکم  .

فائده : که مفتي فتوی ورکړه  وروسته ورته  معلومه شوه چې خطاء  شوی دی نوکه مستفتي  عمل ورباندي کړی و په اتلاف  یامصرف دمال سره  نوصحیح قول دادی  چې ضمان  ورباندي نشته  .

۱۱=  واجب  دی چې مفتي  به دفتوی په ورکولودیوه واقعي مسلمان له تضلیل  اوتکفیرڅخه ځان ساتی  …لانه لاتکفیرفي الفروع  اصلا الا في مسئلة واحدة وهي ان ینکر اصلا دینیا علم من الرسول صلی  الله علیه وسلم بالتواتر .

۱۲= واجب دی چې یوعالم له تفرداتو ځان ساتی یعني چې له مذهب او اجماع څخه دوتلو لاره غوره کړي لکه داواوس چې ځیني خلګ دسپینوپه ځای دسروزرو دنصاب  فتوی ورکوي .

دمفتي ابویاسر له الدروس څخه

About admin