Home » قرباني [اضحیة] » د ذبح (حلالولو) اړوند مسائل

د ذبح (حلالولو) اړوند مسائل

هغه ر ګونه چې دذبح په مهال یې قطع ضروری ده

پوښتنه :  د حيوان په ذبح کولو کي کوم رګونه ضروري دي چې بائدقطع او پري کړ شي ؟

الحواب- ،هغه رګونه چې قطع او پري کول يې ضروري دي (۴)دي أول حلقوم ده،چې پکي ساه چليږي ،

دویم ،مري ده،چې پکي خوراک تيره وي ،

دریم أو څلورم ، دوه رګونه دي چې ورته( ودجان )وائي دا دوه رګونه دحيوان د غا ړي په طرف کي دي چې پکي جريان دويني وي ،د دغو څلورو رګونوپه پريکولوسره حيوان حلالیږي اوکه يې اکثر دهمدی رګونو پري کړوهم دامام صاحب رح، په نزد یې ذبح صحیح ده ،

اوصا حبين رحمهماالله وائي چې لابدي ده له قطع دحلقوم اودمري ، اويوله ودجانو.، څخه ، دلته صحيح قول دامام رحمه الله ده،

(۱)لما في الهندية المشهور باالعالمګيرية ۲۸۷ /۵ / والعروق التي يقطع في الذکاة اربعة ،الحلقوم ،وهو مجري النفس والمري وهومجري الطعام،والودجان ،وهما عرقان في جا نب الرقبة يجري فيهما الدم ، فان قطع کل الاربعة حلت الذبيحة وان قطع اکثرها فکذلک عند ابي حنيفة رحمه الله تعالی وقالا لابد من قطع الحلقوم والمري واحدالودجين ،والصحيح قول ابي حنيفة رحمه الله لان للاکثر حکم الکل کذا في المضمرات ،

(۲)وفی درمختار۴۹۱ /۹ /وعروقه الحلقوم کله وسطه وأعلاه وأسفله أه

مسئله– ،که دقربانی حیوان قصاب أویا بل شخص ذبح کوی أوخاوند دقربانی ورسره کومک کوی لاس يئ له قصاب سره په چاړه لګولی وي دواړه به ضروربسم الله اوالله أکبر،واي که یو دوئ ځخه يئ وواي بل يئ پریږدی دقربانی دغوښی خوراک یې جائز نده ،

(۱)لما فی الهندية/ ۳۰۴ .۵ / رجل أراد أن يضحی فوقع صاحب الشاة يده علی السکين مع يد القصاب حتی تعاوناعلی الذبح قال الشيخ الامام رحمه الله،يجب علی کل واحد منهما التسمية حتی لوترک أحدهما لايجوز کذا فی الظهيرية ،،

(۲) وفی الدرمختار الجدید/۵۵۱ /۹ /مکتبه حنيفيه ، أذاأراد التضحیة فوضع یده مع القصاب فی الذبح أوأعانه علی الذبح سمی کل واحد وجوبأ فلوترک أحدهما أوظن   أن تسميته أحدهما  تکفی حرمت،، والله اعلم باالصواب

مسئله-دزنانه ؤ دلاس ذبېحه صحیح ده اوخوراک یې جائزده څوک چې هغه حرامه بولې ګنهکار ده خو دا چې ښځي دذبحی په چارو، ښی نه پوهیږي اوکیدلای شې دزړه دنرموالی له امله یې لاس ورباندي سم ونه خوځیږې نو نن سبا ورته دحلالولوکار سپارل منا سب ندي ، البته دذبح په حلال والی کی یې بیا هم هیڅ شک نشته جائز ده ،

(۱)رسائل مولانا رفعت ،/۵/۱۴۷

(۲) بحواله امدادالمفتین /ج۲/۹۵۷/

پوښتنه : که د قربانی حیوان داهل تشیع (شیعګانو ) څخه یو سړی ذبح کړې ذبح یې جائز ده اوکنه ؟

الجواب، علما ء فرما یې کوم شیعګان چې شیخینو(ابوبکر صدیق رضی الله عنه ، او عمر فاروق رضی الله عنه ) ته بد اورد وایې هغوی ځینې علماء مرتد او کافر ان بولی دهغو له حلالې سره دسنې مذهب مسلمان لپاره احتیاط لازمي اوحتمې ده ،اصل داده چې په شیعګانو کی بعضې داسی ډلی اوفرقې شته ،چې په اتفاق دعلماء سره کافران دي یودادي چې په حضرت عائشی صدیقی رضی الله عنها ، پسې دروغ وایې ، اوحضرت علی کرم الله وجهه ته صفت دالوهیت ثابت وې ، دابوبکررضی الله عنه ، له صحابیت منکر دی اوداسی نور ، د مذکوره شیعګانوذبح حرام، او خوراک یې جائز نه ده ، او دنور و شیعګانو په کفر کی اختلاف ده ، دتفصیل لپاره جواهر الفتاوی وګوري !! والله اعلم باالصواب

About admin