Home » بېلا بېلي لیکني » داضحیة کونکي لپاره مستحب اعمال :

داضحیة کونکي لپاره مستحب اعمال :

لکه څرنګه چې لمونځ،روژه ،اونورعبادات مستحبات لري ،اوپه مرعات کولوسره يې د هغه عبادت ثواب لانورهم زیاتیږي ،همدارازاضحیة هم ځيني مستحبات لري چې په ترسره کولو سره يې داضحیې ثواب اضافه کیږي .نوکله چې اضحيه کونکی اضحیه حلاله وي بایددغه لاندي مستحب کارونه په نظرکي ولري :

۱ــــــــــ  اضحیه بایدپه خپل لاس حلاله کړي؛ځکه چې دایوعبادت دی ،اوپّه عبادت کي بهترداده چې کونکی يې په خپله ترسره کړي .البة که یوڅوک په مسنونه طریقه سره ذبحه نشي کولاي هغه ته پکارده چې داسي څوک دځان لپاره وکیل وټاکي چې داکار په سمه توګه سرته رسولاي شي ،اوپه دي حالت کي مستحب ده چې اضحیة کونکی تن داضحیې حلالو لو په مهال حاضروي ،اواضحيې ته ګوري ؛ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې کله دبي بي فاطمي رضی الله تعالی عنهااضحیه حلالوله نوهغې ته یي داسي وویل:(قومي الی اضحیتک فاشهدیها)راشه اضحيې ته دي ګوره .

۲ ـــــــــــ  دادوعابایدووایي : اللهم منك ولك ، إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العالمين لا شريك له ، وبذلك أمرت ، وأنا من المسلمين .ځکه چې رسول الله صلی  الله علیه وسلم بي بي فاطمه رضی الله تعالی عنهاددي دوعاپه ویلوسره امرکړه .

۳ ــــــــــــ دامذکوره دوعابایدله ذبح نه وړاندي ،اویاورسته ووايي ،اودذبحې په حالت کي به یوازي په بسم الله ویلواکتفاء کوي .

 

لیکونکی : مفتي محمداعظم صدیقي

About admin