Home » بېلا بېلي لیکني » دخال شرعي حکم :

دخال شرعي حکم :

 

لیکنه :م محمداعظم صدیقي

کله چې په یوه ټولنه کي فسادعام شي ،دښو،اوبدوترمنځ توپیرورک شي ،دروا،او ناروا بندونه مات شي دلته نوخلګ هغه څه کوي چې دده زړه يي غواړي نوريي دجائز،اونا جائز کیسه کي ندي .

که خبره رالنډه کړم ،اومطلب ته راشم بایدووایم چې خبره ترخال وهلوپوري رایاده شوه .

خالونه به پخوایوازي میرمنووهل ،اوپه دي سره به یي خپله ښکلااضافه کوله .خال په حسن ،اوښکلاکي ښه سابقه لري ډیرخلګ دخال په ښکلااعتراف کوي ،خوشاعرمخلوق بیالږمخکي ځي ،اوخال ته داسمان له ستوروسره تشبیه ورکوي ،اوپه غزلوکي یي ستایي ،اوهغه غزل ورته هیڅ اهمیت نه لري چې دخال یادونه په کي نوي شوي .

خال اوس دپخواپه څیریوازي ترمیرمنوپوري محدودندی بلکه نوي نسل ځوانانوهم د خال وهلوته مخه کړي آن چې ځینوخویې له ځآنه سمدم باغ وحش جوړکړی وي ،اوپر لا سو یي دبیلابیلوحيوانانوتصویرونه کښلي وي ،اوځینوبیادکهشکان مکمل سیارات ؛ لکه
لمر،سپږمۍ،اوستوري پرخپل ورغوي ټومبلي وي .

خوراشئ نن داموضوع دشریعت له نظره وڅیړو،اومعلومه کړوچې شریعت په دي اړه څه لارښونه لري ؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرخال غوښتونکی ،اوخال ورایښودونکي باندي لعنت ویلی  :عن عبد الله قال لعن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- الواصلة والمستوصلة والواشمة والمستوشمة.(سنن ابي داود:۴/۱۲۴/حدیث ۴۱۷۰مکتبه شامله )

ژباړه :له عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرهغه میر من لعنت ویلی چې دبلې میرمنې په خپلوپوري وصل کول غواړي ،اوپرهغه میرمن چې دا ويښتان ورپوري وصل کوي همدارازپرخال غوښتونکي ،اوخال ورایښودو نکو میر منو باندي .

په حدیث شریف کي که څه هم په صراحة سره ميرمنې یادي شوي ،اونارینه ته په کي کومه اشاره نده شوي لکن علامه ابن حجر،اوعلامه مبارکپوري لیکي :ویستوي فیه الرجل والمراة .یعني په دي حکم کي میرمني ،اونارینه یوشان دي .(فتح الباري :۱۰/۳۷۲/باب المتفلجات ،تحفة الاحوذي :۵/۳۶۹/

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پریوکارلعنت وايي له دي معلومیږي چې دایو ناروا ،اوبیکاره عمل ده .

دیادونې وړه ده چې ځيني علماؤله دي حرمة څخه دوه صورته استثناکړي ،اوهغه یي جائزګڼلي دي .

۱ـــــ داچې خال دیومرض لپاره علاج معین شوی وي دهمدي مرض لپاره يي وهل روادي .

۲ـــــ میرمنې ته رواده چې خاوندته دتزیین لپاره دهغه په ایجازه خال ووهي .موسوعة الفقهیة :۴۳/۱۵۸/)په دي اړه لیکي :واستثنی بعض الفقهاء حالتین من الحرمة :الاولی :الوشم اذاتعین طریقا للتداوي من مرض فانه یجوز؛لان الضروات تبیح المحضرورات ، الثانیة اذاکان الوشم طریقا تتزین به المراة لزوجهاباذنه .

About admin