Home » درس القرآن » أياترهغوئ هم ظالمان شته چې مسجدونه ورانوي ؟

أياترهغوئ هم ظالمان شته چې مسجدونه ورانوي ؟

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (114)

ژباړه : ترهغه هم ظالم شته ؟چې دالله تعالی له کورونو [مسجدونو]څخه خلګ منع کوي چې هغه په همدغه ځای کې دالله تعالی ذکراوعبادت کوي ،او[ترهغه هم ظالم شته ؟]چې دمسجدپه خرابولوکې زیارباسي داظالمان باید وویرول شي [یعني ټول مسلمانان يې باید په وړاندي راوپاڅيږي اوجهادورسره وکړي .]دوی به په دنیاکې الله تعالی ذلیل کړي اوهم به په آخرة کې سخته سزا ورکړي .

لنډتفسیر : کله چې مشرکینو رسول الله صلی الله علیه وسلم اوصحابه په مسجدحرم کي دلمانځه ،طواف اونوروعباداتو څخه منع کړل ،اوله دي سره يې ځانونه دعدل اوانصاف سامبولونه ګڼل ،اوهم يې ترهرچاځانونه غوره ګڼلو نوالله تعالی په دغه آیتونو کې ددوئ خباثت راښکاره کړ.

چې تردوئ ظالمان نشته ،چې دالله تعالی له کوراومسجدڅخه مومنان منع کوي نه يې لمانځه ،اونه طواف اونه هم نورعبادت ته پریږدی ،بلکه زیارباسي چې دالله تعالی کور خراب کړي له دوئ سره باید جهادوشي اوسخت وویرول شي نوربه الله تعالی هم دوئ ته په دنیاکې اوهم په آخرت سخته سزاورکړي .

ملاحظه : مساجددالله تعالی کورونه اوداسلام له شعائرو څخه دي ،نوچې داسلام شعائر یرغلګرله مینځه وړي یا يې بمباره وي یاخلګ ورته نه ایله کوي نومسلمانانو ته الهي فیغام اوحکم دادی :ټول دي راوپاڅېږي ددين په شعائرودي غیرت وخوري ،اودیرغلګرو خلاف دي جهادنورګړندی کړي ترڅوهغه له خپل پاک حریم څخه پسي واخلي چې بیادداسي شوم عمل جوګه نشي .

About admin