Home » دمېرمنو اسلام » دشیطان شړلو لپاره په کور کي سورت بقره بار بار لوستل

دشیطان شړلو لپاره په کور کي سورت بقره بار بار لوستل

ژباړه : عامرحسن

دشیطان شړلو لپاره په کور کي سورت بقره بار بار لوستل

 

او دي باره کي بیشماره احادیث وارد دي چي بعضي په لاندي ډول دي

د ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی چي رسول الله فرمایي ((لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة.))( رواه مسلم 1 ,539)

(( د خپلو کورونو نه مقبري مه جوړوۍ  بیشکه شیطان دهغه کور نه تښتي چي هغي کي سورت بقره لوستلي کیږي))

او بل حدیث کي دي رسول الله فرمایي په خپلو کورونو کي سورت بقره لولۍ ځکه شیطان هغه کورته نشي ننوتى چي هغي کي سورت بقرة لوستلي کیږي

او ددي سورت داخیري دوه ایتونو د فضل او په کور باندي د هغي اثر باره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ كِتَابًا قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بِأَلْفَيْ عَامٍ ، أَنْزَلَ مِنْهُ آيَتَيْنِ خَتَمَ بِهِمَا سُورَةَ الْبَقَرَةِ ، وَلَا يُقْرَآنِ فِي دَارٍ ثَلَاثَ لَيَالٍ فَيَقْرَبُهَا شَيْطَانٌ )(رواه الحاكم في المستدرك (1/165)

الله تعالی د اسمانونو او ځمکو د پیدایش نه دوه زره کاله مخکي یو کتاب لیکلی وو او د هغي نه یي دوه ایتونه نازل کړي چي ددي سورت په اخیر کي دي دا چي کوم کور کي دري شپي ولوستي شي هغي ته شیطان نشي راتلی

 

 

About admin