Home » دمېرمنو اسلام » په شرعي اذکارو او هغه نفلي مونځونو باندي اهتمام کول چي کور کی ادا کولی شي

په شرعي اذکارو او هغه نفلي مونځونو باندي اهتمام کول چي کور کی ادا کولی شي

ژباړه : عامرحسن

او دديٍ د مثالونو څخه

کور ته د ننوتو اذکار

امام مسلم په خپل کتاب کي د جابر بن عبدالله په حوالی سره روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی

. ((” إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ فَذَكَرَ اللَّهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ , قَالَ الشَّيْطَانُ : لا مَبِيتَ لَكُمْ وَلا عَشَاءَ ، وَإِذَا دَخَلَ فَلَمْ يَذْكُرِ اللَّهَ عِنْدَ دُخُولِهِ , قَالَ الشَّيْطَانُ : أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ ، وَإِذَا لَمْ يَذْكُرِ اللَّهَ عِنْدَ طَعَامِهِ , قَالَ : أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ وَالْعَشَاءَ ” )) (مسلم8102)

((کله چي یو مسلمان کور ته داخل شي او دالله نوم یاد کړي نو شیطان خپلو ملګرو ته ووایي نن ستاسو لپاره دلته خوراک او شپه تیرول نشته او کله چي د اخل شي لیکن دالله نوم یاد نه کړي نو شیطان ووایي تاسو لپاره د اوده کیدو ځاي میلاو شو او کله چي د خوراک په وخت کي بسم الله ونه وایي نو شیطان ووایي تاسو د پاره خوراک میلاو شو))

د کور نه د وتلو په وخت کي اذکار

امام ابو داود په خپل کتاب کي د انس بن مالک  رضي الله عنه په حوالي سره روایت کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي(( مَنْ قَالَ يعنِي إذا خَرَج مِنْ بيْتِهِ : بِسْم اللَّهِ توكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ ، ولا حوْلَ ولا قُوةَ إلاَّ بِاللَّهِ ، يقالُ لهُ هُديتَ وَكُفِيت ووُقِيتَ ، وتنحَّى عنه الشَّيْطَانُ » ( رواه أبو داود (5905))

(( کله چي یو کس د کور نه وتلو په وخت دا ووایي دالله په نوم سره زه ووزم او په الله باندي مي توکل کړی دی د ګناه نه پچ کول او د عبادت توفیق ورکول صرف د الله په لاس کي دى

نو نبی علیه السلام فرمایي د ي وخت کي به دیته وویل شي تاته هدایت وشو او الله ستا کافي شو ستا حفاظت وکړی شو نو بعضی شیطانان به هغه پسي شي یو شیطان به ورته ووایي تاسو هغه چا ته ضرر نشۍ ورکولي چي هغه ته هدایت وشو او الله یي کافي شو او د هغه حفاظت وکړی شو))

مسوال وهل

د عائشي رضي الله عنها نه روایت دی

((قالت : ” كان إذا دخل بيته بدأ بالسواك”  (واه مسلم (44))

چي نبي علیه السلام به کله کور ته داخل شو نو مسواک به یي وهه

 

 

 

About admin