Home » درس القرآن » له امت څخه یواخستل شوی دروندمیثاق

له امت څخه یواخستل شوی دروندمیثاق

1.       ووَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ (84) ثُمَّ أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ … (85)البقر الایة

ژباړه : چې کله موږواخسته هغه ټینګه وعده ستاسو چې تاسوبه دخپلو ویني نه تویوئ  !اونه به يې  له خپلو وطنوڅخه باسئ ! اوبیاتاسوپه دې باندي اقرار هم وکړ ،اوتاسوپردې شاهدي هم اداء کوئ ! بیاتاسو[دغه میثاق  مات کړ] او دخپلوویني  تویوئ !  اوخپل بني  اسرائیل له کوروڅخه  باسئ ! اوتاسو په خپلو باندي دپردیو مرسته په ناروا اوظلم سره کوئ !اوکه تاسوته دبندیانوخبره راشي  نوتاسوفديې  ورکوئ  ….

لنډتفسیر : الله تعالی په دغه  آیت کې  دبني  اسرائلو دیوه تعهداومیثاق  یادونه کوي  چې له دوئ  څخه  يې  په تورات  کې اخیستی  ،دغه میثاق  په څلورو څېزونو مشتمل  و:

·         چې  په خپل مینځ کې به یوبل نه سره وژنئ !

·         خپلوکې  به  یوبل  له کورنو نه پسي  اخلئ !

·         اودخپلو بني اسرائیلوخلاف به دنورو مرسته نه کوئ  !

·         اوکه له تاسو یوڅوک بندي  شو نو  په ټولوبه يې  دخلاصو کوشش کوئ  ! دبندي  دخلاصون  لپاره به پیسي  ټولوئ اوخپل بندي  به خلاصوئ !

دغه میثاق  اوتعاهدبني  اسرائلو مات کړ ،اویواځې  اخري  حکم  به  يې  په ځای کول :یعني  په خپل  مینځ کې  یې  سره وژل  اویوبل  به يې له خپل  وطن اوکوره پسي  اخستل  په ځمکوبه يې  قبضي  کولي  اوددښمن مرسته به يې  دخپلو بني  اسرائیلو په خلاف  کوله ،مګر کله چې  به یو اسرائیلی  بندي  شو نوکه څه هم  ددوئ  به ورسره دښمني  وه مګر فدیه اومرسته به يې  ددي  قیدي  په خلاصولوکې کوله ، دې  ته به يې  نه  کتل چې  دامودوست دی که دښمن  بس  دابه يې ویل چې له موږ څخه په دې باندي میثاق  اخستل شوی .

الله تعالی دوئ  ته وايې  :له تاسو څخه خوپه دي نورودرې  څيزونو هم میثاق  اخستل شوی په هغوئ  ولي  عمل نه کوئ آیاتاسو دالله تعالی یوحکم منئ اونور يې ایله کوئ ؟! اوڅوک چې  داسي  کار کوي هغوئ  ته به الله جل  جلاله سخته سزاء ورکړي  په دنیاکې  اوهم  په آخرت کې  . په دنیاکې  به الله تعالی څو ډوله سزاوي  ورکړي :

·         مرګ  به يې  په بدحالت کې  وشي ..

·         په سختومصیبتونوکي  به راګیرشي .

·         په فقراونیستي  کې  مبتلاء وي.  

·         دښمن به ورباندي مسلط  وي   .

اودآخرت  سزا يې  الله تعالی  په خپله  داسي ذکرکوي :ولهم  في  الاخرة عذاب  عظیم  . یعني  دوئ  لره  به په آخرت کې  لوی  عذاب وي .

ملاحظه : په قرآن کریم کې چې  الله تعالی دکوم قوم دتعاهداومیثاق  یادونه وکړي  اوتخصیص  ورنه کړي  نوپه هغه تعاهداومیثاق  دغه امت  هم مکلف  دی  .نواوس  له دي  پورتني  آیة څخه واضحه شوه چې  دغه امت   هم  په دا څلورامورو مکلف  دی :

·         یومسلمان  به بل مسلمان نه وژني  مګر داچې  دکافر انو ملګر ی  شو !

·         یومسلمان به له کوراووطن  څخه  نه  پسي  اخستل کيږي  .مګر داچې  امیرالمومنین  يې  تعزیرا حکم وکړي .

·         یومسلمان به هم دخپلو مسلمانانو په خلاف دیرغلګرو مرسته اوکومک  نه کوي .

·         اوکه یومسلمان دیرغلګرو یانورو کفارو په لاس اسیرشي ټول مسلمانان به يې دخلاصولو کوشش کوي  اوکه دښمن اسیر په فدیه  ایله کول نومسلمانان  به پیسي  سره ټولوي  اوبیابه بندي ورباندي راخلاصوي .

اوکه  مسلمانان  داسي  ونه کړي نوله وړاندي ذکرشوي  سزاء  سره به په دنیااوآخرة کې مخ شي  . نعوذبالله منه  .

About admin