Home » جـــــهاد » دافغانستان معاصر جهاد دشریعت له نظره (۱۶) برخه

دافغانستان معاصر جهاد دشریعت له نظره (۱۶) برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

د هیواد په سطحه د امریکایانو سره د سولې زمام باید د چا په لاس کې وي؟

د مسلمانانو د اجتماعي او ټولنیزو مسائلو د حل و فصل زمام یا واک، شریعت د وخت شرعي حاکم ته سپارلی، ترڅو د مسلمانانو د عامه ستونزو لپاره د السیاسة الشرعية او حالاتو سره سم د حل لار ولټوي، هغه مسائل چې د ټولو هیوادوالو مشترک وي او ملي منافع بلل کیږي؛ د هغو په اړه هر کس او نا کس فیصله نشی کولای، البته په اړه یې د وخت زعیم ته مشوره ورکولای شي .

علامه سرخسي رحمه الله په مبسوط کې فرمايې : (وإذا طلب قوم من أهل الحرب الموادعة سنين بغير شيء نظر الإمام في ذلك، فإن رآه خيرا للمسلمين لشدة شوكتهم أو لغير ذلك فعله لقوله تعالى {وإن جنحوا للسلم فاجنح لها} [الأنفال: 61] «ولأن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – صالح أهل مكة عام الحديبية على أن وضع الحرب بينه وبينهم عشر سنين» فكان ذلك نظرا للمسلمين لمواطئة كانت بين أهل مكة، وأهل خيبر، وهي معروفة، ولأن الإمام نصب ناظرا، ومن النظر حفظ قوة المسلمين أولا، فربما يكون ذلك في الموادعة إذا كانت للمشركين شوكة أو احتاج إلى أن يمعن في دار الحرب ليتوصل إلى قوم لهم بأس شديد فلا يجد بدا من أن يوادع من على طريقه . المبسوط للسرخسي (10/ 86)

ژباړه: که حربیانو د ډیرو کلو لپاره د سولې غوښتنه وکړه، امام به په دې اړه ښه فکر کوي، که د مسلمانانو په ګټه وه، سوله به ورسره وکړي؛ ځکه الله رب العزت فرمايې: {، وإن جنحوا للسلم فاجنح لها} [الأنفال: 61]، او دا شان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم د اهل مکه و سره پر دې سوله وکړه، چې تر لسو کلو پوري به اوربند وي، امام سرخسي رحمه الله وايې: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا کار د مسلمانانو په خیر و، په دې سولې سره رسول الله صلسلمه عل د خیبر غزا لپاره ځان د مکې له مشرکینو فارغ کړ؛ او بل دا چې امام وي د دې لپاره چې د مسلمانانو په عامو مسائلو کې غور او فکر وکړي، د هغوی د خیر لپاره اقدام وکړي، تر ټولو د مسلمانانو لپاره د خپل قوت ساتل اړین کار دی، او ډیر ځله دا په سولې کې را تلای شي.

علامه مرغیناني رحمه الله په الهداية في شرح بداية المبتدي کې لیکي :” وإذا رأى الإمام أن يصالح أهل الحرب أو فريقا منهم وكان في ذلك مصلحة للمسلمين فلا بأس به ” لقوله تعالى: {وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ} [لأنفال: 61] ووادع رسول الله عليه الصلاة والسلام أهل مكة عام الحديبية على أن يضع الحرب بينه وبينهم عشر سنين ولأن الموادعة جهاد معنى إذا كان خيرا للمسلمين لأن المقصود وهو دفع الشر حاصل به ولا يقتصر الحكم على المدة المروية لتعدي المعنى إلى ما زاد عليها بخلاف ما إذا لم يكن خيرا لأنه ترك الجهاد صورة ومعنى. (2/ 381)

ژباړه : کله چې د مسلمانانو امام د حربيانو سره سوله وکړي، او په دې سوله کې د مسلمانانو خیر هم وي؛ نو په دې کې څه خبره نشته، ځکه الله رب العزت فرمايې : {وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ} [لأنفال: 61] ، او دا شان رسول الله (صلوسلم عل ) د مکي د خلکو سره د حدیبيې په کال پوره لس کاله سوله وکړه ، او بل دا چې سوله خو یو معنوي جهاد دی، البته په دې شرط چې د مسلمانانو خیر په کې وي، ځکه اصل مقصد د کفارو د شر نه ځان خلاصول دي، نو که هغه په سوله سره تر لاسه کيدای شي، ښه خبره ده، مګر که په سوله کې د مسلمانانو خیر نه و، بیا سوله بلکل ناروا ده، ځکه چې دا هم صورة او هم معنا ترک الجهاد بلل شوی.

علامه عیني الحنفي رحمه الله تعالی د هدايې د یادو الفاظو په تشریح کې داسي فرمایی :

وقال في ” الكشاف “: إن الأمر موقوف على ما يرى فيه الإمام صلاح الإسلام وأهله من حرب أو سلم وليس بحتم أن يقاتلوا أبداً . البناية شرح الهداية (7/ 114)

ژباړه : په کشاف کې وايې : چې د سولي او جنګ خبره د مسلمانانو تر امام پوري اړه لري، چې هغه په دې کې د اسلام او مسلمانانو خیر ويني او کنه، ځکه چې همیشه خو جنګ کول هم ضروري نه د.

د فقهي اسلامي له یادو جزیاتو نه دا واضحه شوه، چې د هیواد په سطحه د کفارو سره سوله کول، ځکه د هر کس او نا کس کار نه دی چې دا د مسلمانانو یو اجتماعي کار دی، شریعت د دې کار اختیار د مسلمانانو مشروع امام ته سپارلی دی .

په ځانګړي توګه په داسي حساس وخت کې، لکه اوس چې افغانستان عملا د امریکایانو تر اشغال لاندي دی؛ په داسي حالت کې له یرغلګرو کفارو سره د سولې او یا جګړې پریکړه کول یوازي او یوازي د هغه چا کار دی، چې عملا يې د یرغلګرو په وړاندي د مسلمانانو د فیصلو زمام په لاس کې وي .

ځیني هغه علماء چې عملا د اشغالګرو سره يې هیڅ ډول معامله هم نه وي راغلي؛ د هغوی غدر او فریب نه پيژني، د هغوی موخي او پلانونه نه ورته معلومیږي، د هغوی ظلم، وحشت او بربریت یې نه وي مشاهده کړی، فقط د یوې وړې او شخصي اداري تجربه ولري یا نه؛ داسي خلک د مسلمانانو د عامه مصالحو په اړه د سمي پریکړي وړتیا نلري او فیصلې یې قابل قبول نه دي، ولي چې عملا د مسلمانانو زمام د یو مشروع حاکم په لاس کې دی داسي امیر چې عملا د یرغلګرو سره شپه او ورځ په هره قضیه کې د مسلمانانو په امارت دخیل وي. له دې نه علاوه چې د وخت امیر د دین او اسلامی فقهي عالم هم وي. بیا خو په هیڅ صورت بل چا ته د داسي فیصلو اجازه نشته.

د شرعي عواملو نه پرته د یرغلګرو سره صلح او د فقهي اسلامی حکم:

علامه سرخسي رحمه الله لیکي : (وإن لم تكن الموادعة خيرا للمسلمين فلا ينبغي أن يوادعهم لقوله تعالى {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] ؛ ولأن قتال المشركين فرض، وترك ما هو الفرض من غير عذر لا يجوز، فإن رأى الموادعة خيرا فوادعهم ثم نظر فوجد موادعتهم شرا للمسلمين نبذ إليهم الموادعة وقاتلهم . المبسوط للسرخسي : 10/ 86)

ژباړه : که چرته په سوله کې د مسلمانانو خیر نه و ، نو سوله غیر مناسب کار دی. ځکه چې الله رب العزة فرمايې : {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] ، او بل دا چې د مشرکینو سره جنګ کول فرض دی، او بې له غذره د فرض ترک کول؛ ناروا عمل دی، نو که د امام په فکر په سوله کې د مسلمانانو خیر وو نو سوله دي وکړي او که يې په سوله کې خیر نه، بلکي تاوان و؛ بیا دي نه کوي، بلکي جهاد ته دي ادامه ورکړي.

د مبسوط له یادي مسئلې نه دا خبره څرګنده شوه، چې که د سولې لپاره یو شرعي مجوز نه و، په هغه صورت کې سوله ځکه ناروا ده ، چې په حقیقت کې داسي سوله د ترک الجهاد یو قسم دی.

نور بیا…

About admin