Home » جـــــهاد » دافغانستان معاصرجهاد دشریعت له نظره (۱۵) برخه

دافغانستان معاصرجهاد دشریعت له نظره (۱۵) برخه

په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ، حقیقت څه دی؟

لیکنه: مفتي عبد الله رشاد افغاني

 

ډیری خلک نن سبا دا خبره کوي، چې په اسلام کې خو هم سوله شته او هم جنګ، نو باید طالبان نور سوله وکړي.

دا خبره حقیقت ده، چې واقعا په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ ، خو په کومو حالاتو کې؟ په دې اړه به د فقهي اسلامي لید لوري ته مراجعه وکړو چې هغه څه راته وایی :؟

شيخ محمد بن محمد البابرتي الحنفي رحمه الله تعالی د هدایې په شرح العنایه کې په دې اړه داسي لیکي : ((قوله وكان ذلك مصلحة) قيل عليه بأن قوله تعالى {وإن جنحوا للسلم} [الأنفال: 61] ليس بمقيد بالمصلحة فكان الاستدلال به مخالفا للمدعي.

وأجيب بأن هذه الآية محمولة على ما إذا كانت في المصالحة مصلحة للمسلمين بدليل آية أخرى وهي قوله تعالى {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] وبدليل الآيات الموجبة للقتال وإلا لزم التناقض لما أن موجب الأمر بالقتال مخالف لموجب الأمر بالمصالحة فلا بد من التوفيق بينهما. العناية شرح الهداية : 5/ 455)

په هدایه کې سوله په مصلحت سره مقیده شوي، خو اعتراض ورباندي دا کیږي ، چې {وإن جنحوا للسلم} [الأنفال: 61] آیة خو مقید په مصلحت سره نه دی؟ نو دلیل له دعوې سره برابر ندی .

ځواب داسی ورکول کیږي، چې دا آیة پر هغه سوله محمول دی، چې هلته د مسلمانانو په کې مصلحت وي، ځکه په بل آیة کې داسي راځي : {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] او هغه آیة چې له امله یې قتال فرض شوی؛ نو که يې داسي تاویل ونکړو، بیا د هغه آیة چې پر قتال امر کوي، او هغه آیة چې پر سوله امر کوي په منځ کې تناقض راځي، له همدې امله یې تطقبیق اړین دی.

دا مسئله د فقهي په ټولو کتابو کې موجوده ده ، یعني چرته چې په سوله کې د مسلمانانو مصلحت او فایده وي؛ نو سوله روا ده او که په سوله کې د مسلمانانو فایده نه وه ، هلته پر مسلمانانو جهاد لازم دی .

او وړاندي مو وویل چې د مسلمانانو مصلحت د هغو یادو اهدافو تر لاسه کول دي چې په تېره برخه کې ذکر شول.

نو که په سوله کې د مسلمانانو ذلت راځي لکه د حکمتیار سوله چې یو شرعي هدف يې هم نکړ تر لاسه، په دې صورت کې سوله د فرض جهاد پرېښودل دي او عظیم جنایت بلل شوی.

نو خلک چې وایې : په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ د هغې نه هم مطلب دا دی ، چې سوله هلته چې اسلامي عزت او وقار مو په کې محفوظ وي، کنه نو د محاربو کفارو او یرغلګرو په وړاندي یوازي جهاد بالسیف متعین دی .

موږ ټول د حالاتو شاهدان یو، هر یو افغان په دي ښه پوهيږي ، چې د کابل د حکومتونو سره سوله به د حکتمیار په شان سوله وي ، چې په شریعت کې یوازي جنایت ورته ویل کیږي ، ځکه په افغانستان کې عملا اختیار د یرغلګرو سره دی، د کابل ادارې د چارواکو او یرغلګرو ترمنځ معامله د غلام او بادار په څیر ده، له خوراک او څښاک نه نیولي تر اسلحې او البسې پوري؛ هرڅه د یرغلګرو له لاسه ورته راوزي، نو په داسي صورت کې به چارواکي چې د غلام حیثیت لري، خپل بهرني باداران څنګه د مسلمانانو غوښتنو ته مایل کړي او تر خپل هدف به یې تیر کړي ؟!

د یرغلګرو سره په کومو حالاتو کې باید سوله وشي:

افغانان د یرغلګرو سره په کوم وخت کې باید سوله وکړي او په کوم وخت کې جهاد ته ترجیح ورکړي ؟ په (منحة السلوك في شرح تحفة الملوك) کې د سولي په اړه داسي لیکي : (لأن الصلح : جهاد في المعنى إذا كان فيه مصلحة ، إذ المقصود من الجهاد : دفع الشر، ولكن الصلح بالدفع إنما يجوز إذا خاف الهلاك على المسلمين، لأن دفع الهلاك بأي طريق أمكن: واجب، وإذا لم يخف، لا يفعل ذلك ، لما فيه من إلحاق الذلة بالمسلمين. ص: 340)

ژباړه : سوله یو معنوي جهاد دی، خو په دې شرط چې د مصلحت پر بنسټ وي، ځکه د جهاد کولو نه مقصد د شر دفع ده، مګر سوله بالدفع هلته روا ده، چې د مسلمانانو پر هلاک ويره وي، ځکه د مسلمانانو ژوند په هر حال کې یو اهم مقصد او واجب دی، خو که د مسلمانانو پر هلاک کولو باندي ويره نه وه په داسي وخت کې به بلکل سوله بالدفع نه ورسره کوي، ځکه په دې سره د مسلمانانو تذلیل او تحقیر کیږي چې د دې شي څخه ځان ساتل پخپله یو ضروري حکم دی د اسلام.

په (الاختيار لتعليل المختار) تر دې هم ښه په صراحت سره لیکي : ((وإذا كان للمسلمين قوة لا ينبغي لهم موادعة أهل الحرب) لأنه لا مصلحة في ذلك لما فيه من ترك الجهاد صورة ومعنى أو تأخيره، لأن الموادعة طلب الأمان وترك القتال، قال تعالى: {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] .

(وإن لم يكن لهم قوة فلا بأس به) لأنه خيرة للمسلمين، قال تعالى: {وإن جنحوا للسلم فاجنح لها} [الأنفال: 61] أي إن مالوا إلى المصالحة، فمل إليهم وصالحهم، والمعتبر في ذلك مصلحة الإسلام والمسلمين، فيجوز عند وجود المصلحة دون عدمها، ولأن عليهم حفظ أنفسهم بالموادعة ، الاختيار لتعليل المختار (4/ 121)

ژباړه : که د مسلمانانو سره قوت و، بیا د کفارو سره سوله مناسبه نه ده ، ځکه په دې صورت کې په سوله کې د مسلمانانو مصلحت نشته، ولي چې سوله د جهاد پر پرېښودلو بناده، او بل دا چې د کفارو سره سوله هغوی ته امان ورکول او ترک القتال دی، او الله تعالی فرمايې : {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون} [محمد: 35] .

ژباړه : لهذا (اې مسلمانانو!) تاسو مه کمزوري کیږئ ، چې د سولي بلنه ورکوئ ، تاسو یاست سرلوړي .

او كه د مسلمانانو سره قوت نه و، نو سوله دي وکړي، ځکه چې په دې کې د مسلمانانو خیر دی، الله تعالی فرمايې : {وإن جنحوا للسلم فاجنح لها} [الأنفال: 61]

ژباړه : که هغه خلک د سولې خوا ته مایل شي ، نو ته هم ورته مایل شه .

یعني سولي ته مایل شئ ، خو په دې کې دا خبره لازمي ده ، چې د مسلمانانو پر مصلحت به بنا وي، نو د مسلمانانو د مصلحت پر بنا سوله روا ده او د مصلحت پر عدم سوله ناروا ده ، ځکه په سوله سره د مسلمانانو د ځانو ساتنه مقصد ده .

د فقهي اسلامي د یادو جزیاتو نه دا واضحه شوه، چې سوله هلته معتبره ده، چې د مسلمانان منافع په کې خوندي وي، که په سوله سره مسلمانان د ذلت سره مخ کیږي په دې صورت کې سوله ورته روا نه ده .

په افغانستان کې که افغانان سوله کوي، په شریعت کې هلته جواز لري، چې د مسلمانانو اهداف او د جهاد مقاصد په کې خوندي وي، که په سوله کې د مسلمانانو اهم اهداف نه تر لاسه کيدل، مسلمانان د ذلت او رسوائي سره مخامخ کیدل، نو په دې حالت کې باید مسلمانان د نبي (علیه الصلاة والسلام) پیروي وکړي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په بدر، احد او خندق کې جهاد بالسیف ته ترجیح ورکړله ، د کفارو غرور ته تسلیم نشو او الله رب العزت يې نصرت هم وکړ.

نور بیا…

About admin