Home » دمېرمنو اسلام » د کور نۍ د وګړو  ایمانی تربیت کول

د کور نۍ د وګړو  ایمانی تربیت کول

ژباړه : عامر حسن

 

عایشه رضی الله عنها فرمایی (( كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يصلي من الليل فإذا أوتر قال : قومي))(1)

رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشپی مونځ کوو چی کله به یی وتر وکړل نو ماته به یی اواز وکه ای عایشی پاڅه وتر وکړه

د ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی(( رَحِمَ اللَّهُ رَجُلا قَامَ مِنَ اللَّيْلِ فَصَلَّى وَأَيْقَظَ امْرَأَتَهُ ، فَإِنْ أَبَتْ نَضَحَ فِي وَجْهِهَا الْمَاءَ ، رَحِمَ اللَّهُ امْرَأَةً قَامَتْ مِنَ اللَّيْلِ وَصَلَّتْ وَأَيْقَظَتْ زَوْجَهَا ، فَإِنْ أَبَى نَضَحَتْ فِي وَجْهِهِ الْمَاءَ)) (2)

چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی الله دی په هغه کس باندی رحم وکړی چی د شپی راپاڅیږی او مونځ کوی او خپله ښځه هم راپاڅوی هغه هم مونځ کوی لیکن که چیرته هغه د پاڅیدو نه انکار وکړی نو دا دهغی په مخ باندی د اوبو داری وکړی او دغه شان الله د ی په هغه ښځه رحم وکړی چی دشپی مونځ کوی او خپل خاوند هم راپاڅوی که  هغه نه راپاڅیږی نو مخ ته ورله داوبو داری وکړی

او زنانه وو ته د صدقی ترغیب ورکول دهغوی په ایمان کی زیادت پیدا کوی او دا یو عظیم عمل دی نبی علیه السلام یی ترغیب ورکړی دی

هغه فرمایی((يا معشر النساء تصدقن)) (3)

ای د زنانه و جماعت تاسو صدقی وکړی ځکه ماته تاسو راښودلی شوی یی چی اکثر جهنم ته روانی یی

او د خه سوچ څخه دا هم ده چی کور کی یو صندق کیخودی شی او د غریبانانو لپاره په هغی کی پیسی جمع کولی شی نو څه پیسی چی هغی کی جمع کیږی په هغی به د غریبانانو کار کیږی

او باید کور کی یو داسی څوک وی چی نفلی روژی لکه د ایام بیض عرفه تاسوعا عاشورا شعبان او محرم  روژی نیولو اهتمام کوی نو د کور نور خلک به هم  دهغه سره ملګرتیا کوی

…………………………………….

 

رواه مسلم (447). (2) أبـو داود (8031) (3) متفق عليه. (1)

About admin