Home » بېلا بېلي لیکني » دقضاء اوکفارې مسائل (۲)

دقضاء اوکفارې مسائل (۲)

دقضاء اوکفاری دواړو مسائل :

مسئله :دروژي په میاشت کې چې یوتن په قصدسره دغه دري اعمال وکړي نوکفاره اوقضاء ورباندي اوړي :

۱- په قصدسره  دشرعي عذرپرته خوراک کول

۲- په قصدسره دشرعي عذرپرته څښاک کول

۳-  په قصدسره بې غیرداجباراواکراه جماع کول .

په دغه دروواړوصورتونوکې په سړي باندي  کفاره اوقضاء لازم دي .

لمافی الشامی :۲/۱۱۷-۱۱۸  وان جامع المکلف ادميا مشتهی فی رمضان اداءً اوجومع اوتوارت الحشفة فی احدالسبيلين انزل اولا،اواکل اوشرب غذاء …….اودواء مايتداوی به الخ  ومثله في الهندية ۱\۲۰۵

دکفاري دروژو تفصيل:

مسئله : دروژي په میاشت کي که یوتن په قصدسره روژ ه ماته کړي  نو قضاء اوکفاره دواړه ورباندي لازمیږي ،چې  دکفاري تفصیل یې په لاندي  ډول ده ،اول به یو غلام ازادوي که یې درلود.

۲ –  اوکه یې  نه ؤنودوي میاشتې (شپیته ورځې ) به پرله پسې مسلسلې روژې نیسي ،

۳-  اوکه یې دروژونیولو توان اوطاقت  نه درلودنوبیا  به شپیته مسکینان سهاراوماښام په نس مړوي یعني سهاراوماښام به ډوډۍ اوکتغ ورکوي

،لمافی الشامی :قوله :وکفر…….ککفارة المظاهرمرتبط بقوله وکفرای مثله فی الترتيب فيعتق اولافان لم يجدصام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکينا- ومثله فی الهندية ۵۱۴/۱

دکفاري روژي به پرله پسي نيسې

مسئله : دکفارې روژي به پرله پسي یعنی مسلسلي نیسي که یې په مابین کي یوه ورځ  هم  ناغه وکړه نو بیرته به له سره ټولي شپیته روژي نیسي ،دمخکي نیولوشویوروژواعتباریې نشته –

لمافی الشامي: ولوافطرولولعذر استأنف الالعذر الحيض ۲/۴۱۲

ومثله فی البحر۲/۴۱۳

که يوي ميرمني ته دکفاري دروژوپه ميځ کې دحيض يانفاس بيماري ورپيښه شي

مسئله : که کومي میرمني ته دکفارودروژوپه مابین کې دحیض بیماري ورشې نوحیض یې شرعاعذربلل شوی دی خوچې له حیض څخه پاکه شوه سمدستې به په روژوپیل کوي که یې یوه ورځ معطله کړه نوبیایې وړاندي روژي اعتبارنه لري له سره به بیرته شپیته روژي پوره کوي دمثال په ډول که یومیرمن دکفاري دیرش روژي ونیسې اویودیرشمه ورځ یاشپه حیض ورشې نوروژي دي نه نیسې خوچې په کومه ورځ پاکه شوه نوسمدستې به روژه کوي یعني که ترسپیدووړاندي پاکه شوه نودسمدستې به غسل کوي اوروژه به پیله وي اوکه ترسپیدووروسته پاکه شوه نوبیا ددي ورځې روژه نه نیسې خودصباروژه به ضرورنیسې  .

لمافی الشامي    ۲\۴۱۲ولوافطرولولعذر استانف الالعذر الحيض  .ومثله في البحر۲\۴۱۳

که دنوروعذرونوڅخه دکفاري روژي وخوري ؟

مسئله : که دحیض دبیمارۍ ماسوا دنوروبیماریوله امله یوسړی یامیرمن دکفاري په مینځ کې روژي وخوري نوهغه نیول شوي روژي یې دکفاري څخه نه دریږي  دکفاري لپاره به بیرته له سره روژي  راګرزوي ؛

همداراز که یې دکفاري څه روژی ونیوي خوبیادرمضان المبارک فرضی روژه ورباندي راورسیده نوهم هغه وړاندي روژي یې دکفاري څخه نه دریږي  دکفاري لپاره بیرته  له سره شپیته روژي پوره کوي،

همداراز یې که یې له لویه اختره وړاندي څه روژي نیولي وي بیا دکفاري  په مینځ کې دلوی اخترورځ ورباندي راورسیده نوهم وړاندینۍ روژي یې دکفاري څخه نه دریږي بیرته به یې دکفاري لپاره له سره شپیته روژي پوره کوي .

لمافي الشامي :اذالم يجدالمظاهر مايعتق فکفارته صوم شهرين متتابعين  ليس فيهما شهررمضان ولايوم فطر اذاکفربالصيام وافطريوما بعذرمرض اوسفر فانه يستأنف الصوم .ومثله فی الهندية ۵۱۲/۱

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

About admin