Home » دمېرمنو اسلام » د خپلو کورونو نه قبله  جوړه کړۍ

د خپلو کورونو نه قبله  جوړه کړۍ

ژباړه  : عامر حسن

 

مطلب دا چي د خپلو کورونو څخه د عبادت ځایونه جوړ کړۍ

الله تعالی فرمایي((وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّآ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ )) (يونس: 78)

(( مونږ موسی او هارون ته وحي وکړه چي د خپل قوم لپاره په مصر کي کورونه جوړ کړي او خپل کورونه قبله وګرځوي مونځ قایم کړي او مومنانو ته زیری ورکړه))

ابن عباس رضي الله عنهما ددي ایت په تفسیر کي لیکي چي هغوۍ ته حکم شوی وو چي خپلو کورونو کي مساجد جوړ کړي

ابن کثیر رحمه الله فرمایي دا حکم ورته هغه وخت شوی وو چي هغوی باندي د فرعون او د هغه دقوم له طرفه امتحانونه ډیر شو نو هغوۍ ته حکم وشو چي کثرت سره مونځونه کوۍ والله اعلم(1)

لکه څنګه چی الله تعالی فرمایلي دي

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ)) البقرة (45)

ای د ایمان والاو د الله تعالی نه د مونځ او صبر په ذریعه سره مدد وغواړۍ بیشکه الله تعالی د صبر کونکو ملګری دی

او په حدیث کي راځي د حذیفه رضي الله عنه نه روایت د ی( كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا حزبه أمرٌ صلى)(2)

نبی علیه السلام ته چي به کله په کوم کار کي مشکل راغلي نو مونځ به یي کوو  .تفسير الطبري 11 ,153(2)رواه احمد 22210

 

نو دي نه دا معلومیږي چي کورونو کي  دالله د عبادت کولو ډیر اهمیت دي خاص طور باندي کله چي د پریشانۍ او کمزورۍ حالت  وي او دغه شان په هغه حالاتو کي چي مسلمانانو باندي داسي وخت راشي چي د کفارو مخامخ مونځ نشي ادا کولي او مونږ باید پدي مقام کي د مریم علیها السلام د محراب تذکره هم وکړو هغه چي الله تعالی یي په قران کي پدي ډول ذکر کړی دی

((كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا ۖ قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ) ال عمران(37)

((هر کله چی به زکریا په هغی باندی داخل شو چی محراب کی به ناسته وه نو وبه یی لیدل چی د هغی مخی ته رزق او خوراک پروت دی))

او صحابه کرامو به د فرض مونځ نه علاوه د نفل مونځ په کور کی ډیر اهتمام کوو

او دی باره کی یو حدیث په لاندی ډول دی

د محمود بن الربیع نه روایت دی((أن عِتْبانَ بنَ مالكٍ ، وكان مِن أصحابِ النبيِّ صلى الله عليه وسلم ، ممَن شَهِدَ بدرًا مِن الأنصارِ : أنه أتى رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسولَ اللهِ ، إني أَنْكَرْتُ بصري ، وأنا أُصلِّي لقومي ، فإذا كانت الأمطاُر سال الوادي الذي بيني وبينَهم ، لم أَسْتَطَعْ أن آتي مسجدَهم لأُصَلِّيَ لهم ، فودَدْتُ يا رسولَ اللهِ ، أنك تأتي فتُصَلِّي في بيتي؛ فأَتَّخِذُه مُصَلًّى ، فقال: سأَفْعَلُ إن شاءَ اللهُ . قال عِتبانُ : فغدا رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم وأبو بكرٍ حين ارتفَعَ النهارُ ، فاستَأْذَنَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم فأَذِنْتُ له ، فلم يَجْلِسْ حتى دخَلَ البيتَ ، ثم قال لي: أين تُحِبُّ أن أُصَلِّيَ مِن بيتِك ؟ فأَشَرْتُ إلى ناحيةٍ مِن البيتِ ، فقام النبيُّ صلى الله عليه وسلم فكَبَّرَ، فصَفَفْنَا ، فصلَّى ركعتين ثم سلَّمَ ،(1)

رواه البخاري (524)

چی عتبان بن مالک چی د نبی علیه السلام صحابی دی او د انصارو د طرفه د بدر غزوه کی هم حاضر شوی وو هغه یو ورځ رسول الله ته راغلی او ویی فرمایل ای دالله رسوله زما نظر کمزوری شوی دی او زه خپل قوم ته مسجد کی مونځ ورکوم نو کله چی باران وشی زه د اوبو او خوړ د وجی مسجد ته نشم تلی چی خپل قوم لپاره امامت وکړم نو زه دا خوښه ګنړم چی ته زما کور ته راشی او په هغی کی مونځ وکړی نو زه به هغه د مونځ لپاره ځای وګرځوم

نو نبی کریم صلی الله علیه وسم وفرماییل ان شاءالله زه به دا کار وکړم

عتبان فرمایی نبی علیه السلام او ابو بکر په داسی وخت کی راغلی چی نمر راختلی وو نو نبی علیه السلام زما نه اجازت وغوښتو ما ورته اجازت وکه او هغه دکیناستو نه مخکی ماته وویل چی کومه کمره کی مونځ کول غواړی ما د کوټی یو جانب ته اشاره وکړه نو نبی علیه السلام هغی کی ودریده او الله اکبر یی ووایه مونږ هم صفونه جوړ کړل نو نبی علیه السلام دوه رکعته مونځ وکه او سلام یی وګرځوو

About admin