Home » بېلا بېلي لیکني » دامام ابو حنیفه (رحمه الله تعالی ) زیرکتیا

دامام ابو حنیفه (رحمه الله تعالی ) زیرکتیا

لیکوال: محمدګل سعید

یوځل دوخت خلیفه دامام ابوحنیفه رحمه الله ، دامام شعبي رحمه الله ،دامام سفیان ثوري اودیوبل فقیه عالم دنیولواوبیایی د ځان په وړاندې دحاضرولوحکم وکړ،خلیفه غوښتل چې ددوۍ څلوروڅخه یوتن دخپل خلافت  لپاره دقاضی القضات په توګه وګماري،خودې څلوروواړودخلیفه دظلمونواویوشمیرنورونارواووله وجې ځانونه درسمي دندوداخیستلویامنلوڅخه ګوښه نیولي ؤ.دخلیفه له امرسره سم هغوۍ څلورواړه پولیسوونیول ،اودخلیفه په وړاندې يې دحاضرولولپاره روان کړل ،تریواوږدمزل لنډولووروسته چې په یوه ځای کې ددمې کولولپاره لږغوندې تم شول،نوهغه فقیه عالم دقضاء حاجت په پلمه  دتم ځای څخه لږ لرې لاړ،کله يې چې ولیدل چې دپولیسوله سترګوپناه  دی،نود هغه ځای څخه  يې منډې کړې ،اووتښتیده. پولیس دهغه په انتظارکې ؤ،خوهغه بیرته راستون نه شو،په پاتې درې تنوکې امام ابوحنیفه رحمه الله خپلودواړوملګروته مخ کړاوورته ویې ویل :ماجوته کړه چې هلته دخلیفه په وړاندې به څه کیږي،هغوۍ وویل:وایه هغه څنګه؟

امام ابوحنیفه رحمه الله وویل:هغه داسې چې زه هلته لاړشم ،نویوه داسې خبره یاوینابه کوم چې دهغې  خبرې یاوینابه دخلیفه  منصورسره ځواب نه وي چې په دې   توګه به زه پرهغه بری ومومم اوځان به ترې وژغورم ،اوشعبي  به هم دخلیفه څخه دځان ژغورنې لپاره څه حیله اوپلمه جوړه کړي.  البته سفیان ثوري ته به دخلیفه په دام کې ونښلي ؛چې بیاپه ريښتیاهم داسې وشول،کله چې هغوۍ درې واړه ښاغلي دخلیفه په وړاندې حاضرکړای شول ،نوامام شعبي خلیفه ته وروړاندې شواوترې و يي پوښتل:ښاغلیه!داولادواومیرمنې دې څه حال دی؟ددې ماڼۍ اودربارڅه حال دی؟داصطبل (غوجل)دې څه  حال دی؟داسونواوخرودې څه حال دی؟ خلیفه منصور ته زیاته  دتعجب وړښکاره شوه،هغه داسې چې هغه تن چې غواړم دټول هیواداوخلافت قاضي القضات شي تردې پورې ناپوهه  دی چې دمجلس اداب نه پيژني ،اودډک دربارپه منځ کې له ماڅخه زمادخرواواسونوحال پوښتي،په زړه کې يې له ځان سره وویل:داخوددې منصب لپاره اهل اوحقدارنه دی،نوامام شعبي ته يې وویل:ته ولاړشه! اونه غواړم چې ته دې زمادخلافت قاضی االقضات شې.

نوهغه ؤچې امام شعبي په دې توګه ځان خلاص کړاوولاړ،بیاخلیفه منصوردحضرت امام ابوحنیفه رحمه الله لورته متوجه شو،اوويي ویل:ای ابوحنیفه !سرله نن ورځې څخه مې ته دقاضی االقضات په توګه وټاکلې ،امام ابوحنیفه رحمه الله له خپله ځایه پورته شواوخلیفه ته  وروړاندې شواووي ویل: زه ددې دندې اومسئولیت دسرته رسولواهل اولایق نه یم.

خلیفه منصوروویل:نه…..!نه…….!ابوحنیفه یواځې ته ددې اهل يې.

امام ابوحنیفه رحمه الله وویل:جناب خلیفه !دلته دوه خبرې دي،دااوس چې ماڅه وویل دې کې به زه یاریښتونی یم یادرواغژن ،که تاسومې ريښتونی منۍ ،نوبیاتاسوپه خپله فیصله وکړه اوتسلیم موکړه ،چې زه ددې منصب  اودندې اهل نه یم،اوکه درواغژن یم نوبیادرواغژن تن ته څوک دقاضی القضات  دنده نه سپاري .خلیفه منصورحیران پاتې شو،که وايي چې ابوحنیفه تاصحیح وویلې،نوهم ابوحنیفه بري دی،اوکه وايي چې نه!تاصحیح نه بلکه غلط دې وویلې نوهم بري دی،نوهغه ؤچې امام ابوحنیفه رحمه الله خلیفه منصور(چې په عباسي خلفاؤکې ترټولوزیرک ،مدبراوهوښیاربلل کیده)لاځوابه کړ.

About admin