Home » دمېرمنو اسلام » په کور کي د ایمانیاتو اهتمام کول

په کور کي د ایمانیاتو اهتمام کول

۳ خپل کور د الله د ذکر ځاي وګرځوه

د ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دى ” مَثَلُ الْبَيْتِ الَّذِي يُذْكَرُ اللهُ فِيهِ وَالْبَيْتِ الَّذِي لَا يُذْكَرُ فِيهِ مَثَلُ الْحَيِّ وَالْمَيِّتِ (رواه مسلم في صحيحه (977))

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:(( د هغه کور مثال چي د الله ذکر پكي کیږي او د هغه کور چي د الله ذکر پکي نه کیږي د دی دواړو مثال د مړي او ژوندي دی))

نو باید کورنه  د الله د ذکر  د ټولو اقسامو ځاي جوړ کړی شي برابره ده که زړه ذکر وي او که په ژبه د مونځ په شکل کي وي او که د قران لوستو د علم مذاکره په شکل کي وي او که د مختلفو دیني کتابونو د لوستلو په شکل کي

لیکن افسوس دی چي نن  دمسلمانانو بیشماره کورونه د الله د ذکر نه کولو په وجه مړه دي لکه چي حدیث کي تیر شو او په هغي کي د شیطان اوازونه او ګاني بجاني غیبت بهتان او چغل خوري په کثرت سره موجود دي

او نن صبا د کورونو دا حال دي چي هغه په منکراتو او د الله په نافرمانیانو باندي ډک دي لکه حرام اختلاط د ښځو ډولونه ښکاره کول او د ګاونډیانو غیر محارمو د یو بل سره ناسته پاسته

نو څنګه به فرشتي داسي کورونو ته داخلي شي چي دا یي حال وي نو ای مسلمانانو وروڼو خپل کورونه د الله په ذکر باندي اباد کړۍ

 

ژباړه  : عامر حسن

About admin