Home » دمېرمنو اسلام » د خپلی ښځی د اصلاح کولو لپاره کوښښ کول

د خپلی ښځی د اصلاح کولو لپاره کوښښ کول

کله چیرته ښځه نیکه او صالحه وه نو دا خو ډیره ښه خبره ده او دا د الله تعالی فضل دی چی په چا یی وکړی لیکن که چیرته هغه بد اخلاقه او بد کاره وی نو باید خاوند د هغی د اصلاح کولو کوشش وکړی

او داسی صورتحال په لاندینی حالاتو کی پیښیږی

۱ چی یو کس د یوی غیر دینداری ښځی سره نکاح وکړی دا پدی وجه چی دا کس خو یا پخپله ددین پرواه نه لرله یا یی ددین پرواه لرله لیکن پدی نیت یی ورسره واده وکه چی اصلاح یی وکړی یا د رشته دارو د زبردستی دوجی نه یی کړی وی نو پدی صورتونو کی باید بهر پور کوشش وکړی چی هغی نیکی لاری ته راواړوی

او باید سړی دا عقیده ولری چی هدایت صرف دالله له طرفه وی او صرف هغه کولی شی چی یو څوک نیک کړی

او دا دالله احسان چی د ښځی اصلاح کول دی الله په زکریا علیه السلام باندی کړی وی

” وأصلحنا له زوجه ” سورة الأنبياء ، الآية 90

((او مونږ د هغه د ښځی اصلاح وکړه ګرځولی وی))

او ددی اصلاح نه مراد اصلاح بدنی او دینی دواړه دی

ابن عباس رضی الله عنهما ددی ایت په تفسیر کی لیکی چی د هغی بچی به نه کیدل نو بچی زیږول یی شروع کړل

او عطا فرمایی د هغی ژبه کی تیزی وه نو الله د هغی اصلاح وکړه

او د ښځی د اصلاح کولو دپاره څه وسایل دی چی هغی نه بعضی په لاندی ډول دی

۱دهغی د عباداتو د اصلاح کوشش کول او ددی تفصیل لاندی راروان دی

۲دهغی په ایمان کی د زیاتی کوشش کول او دا په لاندی شیانو باندی کیږی

۱ هغی لره په لاندی عباداتو باندی ترغیب ورکول

دشپی عبادت

۲ د قران تلاوت

۳ د اذکار یادول او د هر ذکر په مناسب وخت کی کول

۴ صدقه ورکول

۵ د هغه اسلامی کتابونو لوستل چی فایده مند وی

۶ د اسلامی بیانونو چی علمی او ایمانی وی دهغی اوریدل

۷دهغی لپاره داسی ملګری ښځی کتل چی دینداره وی او د هغی سره خورولی پالی او دهغوی سره ددین خبری او دینی مجلسونه کوی

۸ د هغی نه شر دفع کول او هغه پدی باندی چی د بداخلاقه ښځو او هغه ځایونو څخه هغه لری وساتل شی چی د شر وی

 

ژباړه: عامر حسن

About admin