Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۴) برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۴) برخه

 

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

له امریکایانو سره د شریعت له لید لوري د سولې اهداف باید څه وي؟

اسلام یو د امن او سلامتي دین دی، ظلم، تیری او تجاوز که تر هر عنوان لاندي وي؛  د اسلام له نظره، نا سم کار دی په اسلام کې جهاد ځکه یو اهم اصل دی چې په وسیله یې د الله د کلمې لوړوالی، د مسلمانانو خپلواکي او په نړۍ کې امن او سلامتي راځي،  بالمقابل سوله هم د اسلامي قانون پر بنسټ یو مهم اصل دی، د سولي او سوکالۍ په اړه اسلام ډیر ترغیب ورکړی، البته د سولې نه مراد یوازي په ارامه ژوند کول نه دی، بلکي هغه سوله مراد ده ، چې په هغې کې د جهاد اهداف تر لاسه شي .

دا چې په افغانستان کې د یرغلګرو پر خلاف د موجوده روان جهاد اهداف څه دي ؛ په لاندي ډول یې یادونه کوو :

1  –  د امریکايي اشغال خاتمه

2  –  د اسلامي شریعت نفاذ

د شریعت له نظره سوله یو معنوي جهاد دی، که یاد اهداف مجاهدینو ته د سولي له لاري په لاس ورځي، په هغه وخت کې باید سوله وشي، او که په سولي سره د مسلمانانو اهداف نه تر لاسه کیږي ، بیا سوله یو نا روا کار دی ځکه چې د یرغلګرو پر خلاف جهاد فرض دی، که د داسي سولي له امله جهاد پاتي شي، چې یاد اهداف تر لاسه نکړي؛ نو ټول مسلمانان ورباندي ګناهګار دي او د اسلام او مظلومو مسلمانانو سره یو عظیم خیانت دی  .

علامه بدر الدین عیني رحمه الله وايې: (الموادعة جهاد معنى إذا كان خيرا للمسلمين لأن المقصود وهو دفع الشر حاصل به. البناية شرح الهداية – 7/ 115)

ژباړه : موادعة معنوي جهاد دی، خو په دې شرط ، چې د مسلمانانو په ګټه وي؛ ځکه مقصد خو د کفارو له شره ځان خلاصول دی .

یعني که په سوله کې د مسلمانانو اهداف خوندي ول، هلته سوله روا ده، او که مسلمانان د کفارو له شره بیا هم خلاص نشول؛ په دې صورت کې بیا جهاد بالسیف ته ترجیح ورکول کیږي، او سوله نا رواکار دی.

نو که اوس طالبان په اصطلاح د اشرف غني د دولت سره سوله وکړي، په دې هر افغان ښه پوهيږي، چې په دې سوله کې د افغانانو اهداف نه تر لاسه کیږي، بیابه هم لکه د حکمتیار سوله داسي وي، پر هیواد به مو امریکایان عملا مسلط وي، خود مختاري به مو سلب وي، شر او فساد به په هیواد کې نور هم پراخیږي، دا رکم سوله د شریعت له نظره د ترک الجهاد په معنا ده، چې ستر جرم دی .

په شِعب أبي طالب کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) درې کلنه محاصره

د اسلام په پیل کې په مکه مکرمه کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه تکلیفونه تیر کړل، چې تر ننه يې مثال نه دی لیدل شوی، د خپلي حق داعيې لپاره مشرکینو په شِعب أبي طالب کې تر درو کالو پوري سخت محاصره کړ، خوراک، څښاک او د ژوند هر څه يې ورباندي بند کړل، خو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د کفارو غوښتنو ته سر ټیټ نه کړ، پر مشکلاتو يې صبر وکړ تر دې چې الله رب العزت ورته د خلاصون لار پیدا کړه او کامیابي يې په نصیب شوه .

په جنګ احزاب کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او مسلمانانو محاصره

همداسي د مکي مشرکینو او د هغوی متحدینو ټول مسلمانان په دار الهجره مدينه منوره کې داسي سخت محاصره کړل، چې مسلمانان له زیاتو مشکلاتو سره مخ شول ، الله رب العزت د هغوی حال داسي بیان کړی : {وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ} [الأحزاب: 10]

ژباړه : او کله چې مو (له ډيري ویري) سترګي را وختلې او زړونه مو خولې ته راغلل  .

د احزاب یا جنګ خندق په دې غزا کې مجاهدین د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په موجودیت کې هم دومره زیات په تکلیف شول چې الله تعالی يې په اړه فرمايې  : {هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا} [الأحزاب: 11]

ژباړه : په دغه وخت کې مومنان په امتحان کې اخته شول ، او سخت تکان يې وخوړ .

مګر د دغو سختیو با وجود مسلمانانو له صبر و استقامت نه کار واخیست د کفارو مقابلې ته يې دوام ورکړ، الله رب العزة يې نصرت وکړ پر دښمن يې فتح ورنصیب کړه : {وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا} [الأحزاب: 25]

ژباړه : او کوم خلک چې کافران ول، الله هغه سره له خپله غیظ او غضبه ډک پر شا کړل، او هغوی یوه فائده هم نکړه حاصله ، او د مؤمنانو له خوا د جنګ لپاره الله په خپله کافي شو او الله د ستر قدرت او د لوی اقتدار مالک دی .

نو که سوله یوازي د ارام ژوند کولو په معنا وای، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به په مکه مکرمه او مدینه منوره کې داسي له سختیو سره نه مخ کيدی، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شعب ابي طالب او مدینه منوره کې پر حق استقامت وکړ ، الله رب العزت يې فتح په نصیب کړه ، او نصرت يې وکړ .

په دې سختو شرائطو کې افغانانو ته پکارده، چې د اسلامي تعلیماتو پیروي وکړي، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) متابعت وکړي او پر حق قایم ودریږي، پردي او پردي پالي ټول به ـ باذن الله ـ د افغانستان له پاکي خاوري په تور مخ شړل کیږي . وما ذلک علی الله بعزیز

 4 –  د صلح الحدبیه او صلح الرمله اهداف او مقاصد

ډیری نا خبره خلک دا خبره کوي، چې طالبان دي جنګ بس کړي، سوله دي وکړي، ولي په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ؛ په دلیل کې د نبي علیه الصلاة والسلام د حدیبیې صلح او د صلاح الدین ایوبي رحمه الله تاریخي معاهده (صلح الرمله) یاده وي.

دلته به لږ دې ته تم شو چې د حدیبیې صلح او د رملې سوله ایزه واقعه څنګه رامنځ ته شوه او اهداف یې څه ول؟  په اړه به یې لږ حقایق راوسپړو، روښانه به یې کړو، ترڅو دا معلومه کړو، چې په کومو حالاتو کې د افغانانو اهداف تر لاسه کیدلای شي، تر څو مو هیوادوال د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د زهرجنو دسېسو ښکار نشي .

صلح په اسلام کې یو اصل دی، نو ځکه د مدیني منوري له یهودو سره رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سوله وکړه ، او د نجران د نصارا وو سره هم رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سوله کړې، د بنو ضمره سره يې هم سوله وکړه ، د بني مدلج سره چې په ینبع منطقه کې میشت ول؛ هم سوله شوي. سیرة ابن هشام : 3/143 .

او د جهینه د قبائلو سره همداسي د مدیني منوري شمال غرب لورته میشت قبائلو سره هم سوله شوې . طبقات ابن سعد : 1/272 .

عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه هم د خپل خلافت پرمهال د بیت المقدس میشتو د ایلیاء د خلکو سره سوله کړې، او دې ته (العهدة العمریة) وايې .

همداسي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې مشهوره سوله د حدیبیې په نامه د مکې له مشرکینو سره وشوه .

د وخت مشهور مجاهد صلاح الدین ایوبي رحمه الله تعالی هم د یهودو سره سوله کړې، چې د (صلح الرملة) په نامه سره مشهوره ده .

خو د مسلمانانو یادي ټولي سولې د دې لپاره نه وې، چې  د مسلمانانو اهداف تر پښو لاندي شي، بلکي د حدیبيې سولې ته الله رب العزت په قرآن کریم کې فتح مبین ویلي : {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا} [الفتح: 1]

علامه قرطبې رحمه الله تعالی د دې آیة په تفسیر کې لیکي :

« اختلف في هذا الفتح ما هو؟  ففي البخاري، حدثني محمد بن بشار، قال حدثنا غندر، قال حدثنا شعبة، قال سمعت قتادة، عن أنس: إنا فتحنا لك فتحا مبينا. قال : الحديبية »

وقال جابر:  ما كنا نعد فتح مكة إلا يوم الحديبية

وقال الفراء :  تعدون أنتم الفتح، فتح مكة وقد كان فتح مكة فتحا ونحن نعد الفتح بيعة الرضوان يوم الحديبية، كنا نعد مع النبي صلى الله عليه وسلم أربع عشرة مائة ، والحديبية بئر .

وقال الضحاك : إنا فتحنا لك فتحا مبينا، بغير قتال.

وكان الصلح من الفتح .

وقال مجاهد : هو منحره بالحديبية وحلقه رأسه.

وقال : كان فتح الحديبية آية عظيمة . تفسير القرطبي : 16/ 260)

ژباړه :  په یاده فتح کې اختلاف دی ، چې کومي فتح ته اشاره ده ؟

په بخاري کې روایت دی، چې قتاده وايې : ما د انس رضي الله تعالی عنه نه اوريدلې : چې د دې نه مراد حدیبیه ده .

او جابر وايې : چې موږ د مکې فتح نه بلله، مګر د حدیبیې په ورځ مو لا فتح بللې وه .

فراء وايې : تاسو فتح مکې ته فتح وایاست، مګر د مکې فتح هغه وخت لا فتح وه ، چې د حدیبیې په ورځ مو (بیعة الرضوان) وکړ، موږ د نبي (صلی الله علیه وسلم) سره یوسل او څورلس نفره د حدیبيې له څاه سره موجود و .

ضحاک وايې : صلح د فتحې نه عبارت وه .

مجاهد وايې : فتح د حدیبيې په ورځ چې موږ نحر وکړ؛ هغه وه ، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې حلق وکړ؛ هغه وه، او دی وايې : د حدیبیې فتح د الله د قدرت له سترو نشانیانو څخه وه .

له دېنه دا خبره واضح شوه، چې نن سبا په افغانستان کې ځیني نا خبره خلک مجاهدین په دې ملامت بولي، چې ولي د اشرف غني سره سوله نه کوي، سره له دې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په حدیبيه کې سوله کړې، د هغوی دا خبره د شریعت له نظره نا سمه ده ؛ ځکه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سوله په داسي حال کې وه، چې د مسلمانانو عظیم اهداف تر پوري تړلي ول، د هغو اهدافو د تر لاسه کولو له امله الله رب العزت دې سولې ته ، فتح مبین وویله  .

د شریعت د حکم مطابق امریکایان په افغانستان کې اشغالګردي او پر خلاف يې دفاعي جهاد فرض عین دی، پر ټولو مسلمانانو د اشغال پای ته رسول واجب دی، نو که په رښتیا دا هدف د اشرف غني سره په سوله کې تر لاسه کیږي، نو پر مجاهدینو لازمه ده ، چې سوله وکړي مګر موږ ټول په دې ښه پوهیږو چې هغوی د یرغلګرو څخه د هیڅ شي واک نلري، فقط د هغوی د ستراتیژیو عملي کونکي دي .

صلاح الدین ایوبي رحمه الله تعالی د فرنګیانو سره د ريكاردوس په مشري په 1192م کې د سپتمبر پر دوهمه د صلح رملة تر عنوان لاندي موقته سوله وکړه ، او په دې سولي سره صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس ازادي یقیني کړله .

نو که په افغانستان کې مجاهدین په سوله سره خپل یاد مشروع اهداف تر لاسه کولای شي ،

ورته روا ده چې سوله وکړي ، لکه الله رب العزت چې فرمايې : {وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ} [الأنفال: 61]

ژباړه :که هغه خلک د سولې خوا ته مایل شي، نو ته هم ورته مایل شه ، او پر الله باندي توکل وکړه .

البته که په سوله کې مو خپل اهداف نه تر لاسه کیږي ، د مسلمانانو په کې نقصان ، ذلت او سرټيتي وي او د کفارو استعلاء او سر لوړي همغسي برقراره وي؛ په دې صورت کې بیا سوله مطلق سرټیټي ده چې هیڅکله هم روا نه ده ، الله رب العزت فرمايې : {فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ } [محمد: 35]

ژباړه : لهذا (اې مسلمانانو!) تاسو مه کمزوري کیږئ ، چې د سولي بلنه ورکوئ ، تاسو یاست سرلوړي، او الله له تاسو سره دی، او هغه ستاسو اعمال هیڅکله هم نه برباده وي .

له یادو تاریخي واقعاتو او د قرآن کریم د آیتونو نه دا واضحه شوه ، چې په افغانستان کې د مسلمانانو په وړاندي د یرغلګر دښمن سره دوه لاري په مخ کې دي :

اول : د هغوی سره جهاد کول .

دوهم : د هغوی سره سوله کول .

د دواړو اهداف متعین دي : د اشغال خاتمه او د شریعت نفاذ .

که دا اهداف په سوله کې تر لاسه کیږي؛ نو يقینا د مسلمانانو او د اسلام په ګټه ده ، په داسي وخت کې باید سولي ته ترجیح ورکوله شي، او که یاد اهداف مو نه تر لاسه کیږي، په هغه وخت کې به مسلمانان پر الله توکل کوي، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پیروي به کوي ، د الله د نصرت په امید سره به جهاد ته ادامه ورکوي .

نور بیا ……..

About admin