Home » درس الحديث » دشوال شپږ روژي

دشوال شپږ روژي

 

عن ابي ايوب رضي الله تعالى عنه   ان رسول الله صلي الله عليه وسلم قال من صام رمضان ثم اتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر . رواه مسلم وابواداود والترمذي والنسائي وابن ماجة والطبراني . الترغيب والترهيب ۱\ ۲۶۰

ژباړه : ايوب رضي الله تعالى عنه څخه روايت ده چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل : څوك چي درمضان روژه نيسي او ورپسي دشو ال [ دكمكي اختر دمياشتي ] شپږ روژي ونيسي نو دا لكه دټول عمر روژه داسي ده .

تشريح :

يعني څوك چي هر كال درمضان  المبارک دروژوڅخه وروسته دشوال شپږ روژي نيسي نو داسي ده لكه ټول عمر چي يې روژه نيولي وي   نو كه يوتن دژوند ترپايه   هر كال دشوال شپږ روژي نيسي نو دي تن ته دومره ثواب ورپه برخه كيږي لكه يوتن چي ټول عمر   روژه نيولي وي . اوكه يوتن   يواځي يو كال   دغه شپږ روژي ونيسي نو دي سړي ته ديوه كال   دروژو ثواب ورپه برخه   كيږي .

دپورتني روايت   تشريح   دثوبان رض ديوه روايت څخه   داسي شوي   [ من صام ستة ايام بعد الفطركان تمام السنة ] څوك چي دكمكي اختر وورسته شپږ روژي ونسي نولكه   ټول كال چي روژه كړي .

اودنسائي په حديث کي   راغلي : صيام شهر رمضان بعشرة اشهر وصيام ستة ايام بشهرين فذلك صيام السنة .

ژباړه : درمضان المبارک دمياشتي روژه دلسو مياشتو دروژو ثواب لري او دشوال شپږ روژي   ددوومياشتو دروژو ثواب لري   چي دا ټول ديوه كال روژه كيږي . نواوس چي يوتن درمضان المبارك   دمياشتي روژه ونيسي اوشپږ روژي دكمكي اختر دمياشتي ونسي نو ګني داسي ده لكه يوتن چي پوره كال روژه نيولي وي .

 

مفتي ابویاسر

About admin