Home » بېلا بېلي لیکني » دشوال دشپږوروژو فقهی مسائل

دشوال دشپږوروژو فقهی مسائل

مسئله : دشوال [ يعني دكمكي اختر دمياشتي ] شپږ روژي   سنة دي . اودغه شپږ روژي درمضان المبارك دمياشتي فرضي روژو ته داسي حيثيت اوشان لري لكه له لمانځه څخه ووروسته سنت   يانفل .

في الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۸ ذهب جمهور الفقهاء المالكيّة ، والشّافعيّة ، والحنابلة ومتأخّرو الحنفيّة إلى أنّه يسنّ صوم ستّة أيّام من شوّال بعد صوم رمضان ، لما روى أبو أيّوب رضي الله تعالى عنه قال : قال النّبيّ صلى الله عليه وسلم : » من صام رمضان ، ثمّ أتبعه ستّاً من شوّال ، كان كصيام الدّهر « .

في معارف السنن ۵\ ۴۴۳ وحقق من نصوص المذهب استحبابها عند ابي حنيفة وابي يوسف رحمهما الله تعالى .

وفي مسائل الصوم ص\ ۱۷۲ وترجمة عبارته   [ دشوال دغه شپږ روژي   درمضان المبارك روژوته داسي دي لكه له فرض لمنځونو وروسته سنت يانفل .

 

دغه روژي متصلي اومتفرقي نيولي کيدلی شې .

مسئله :   دغه شپږ روژي   دكمكي اختر په ټوله مياشت كي   په متفرق ډول هم نيولى شي ا و پرله پسي [ متصلي ] يې هم نيولى شي   په دي دواړو صورتونو كښي بياهم افضل لمړى صورت ده .

 

لمافي الدرالمختار على صدر ردالمحتار ۳\ ۴۸۵ وندب تفريق صوم الست من شوال ولايكره التتابع على المختار خلافاللثاني .

وفي معارف السنن ۵\ ۴۴۳ – ۴۴۴ ثم اختلفوا هل الافضل التفريق اوالتتابع بعد الاتفاق باداء اصل الفضيلة باى طريق كان من غير كراهة واختار ابويوسف التفريق .

 

دشوال روژي دمتاخرينواحنافوپه نزدباندي سنة دي .

 

مسئله   :له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه که څه هم ددغه روژو دکراهة قول مطلقانقل شوي اودابویوسف رحمه الله څخه یې کراهة دتتابع قول نقل شوی ،لکن متاخرینوعلماو داحادیثو دنصوصوڅخه په سنتیة استدلال کړی ،

علامه کاساني رحمه الله دامامانودکراهة قول په اتصال باندی محمول کړی دي یعني هغه مهال داروژي مکروه دي چې داخترورځ هم روژه ورسره ونیسې ،اوعلامه برهان الدین دهدایې مصنف وایې :چې امامانوهغه مهال دکراهیة حکم کړی وچې خلګودغه روژي درمضان المبارک یوه برخه بللي .

کمافي الموسوعة الفقهية   ۲۸\۷۸ونقل عن أبي حنيفة – رحمه الله تعالى – كراهة صوم ستّة من شوّال ، متفرّقاً كان أو متتابعاً .

وعن أبي يوسف : كراهته متتابعاً ، لا متفرّقاً . لكن عامّة المتأخّرين من الحنفيّة لم يروا به بأساً .

قال ابن عابدين ، نقلاً عن صاحب الهداية في كتابه التّجنيس : والمختار أنّه لا بأس به ، لأنّ الكراهة إنّما كانت لأنّه لا يؤمن من أن يعدّ ذلك من رمضان ، فيكون تشبّهاً بالنّصارى ، والآن زال ذلك المعنى ، واعتبر الكاسانيّ محلّ الكراهة : أن يصوم يوم الفطر ، ويصوم بعده خمسة أيّام ، فأمّا إذا أفطر يوم العيد ثمّ صام بعده ستّة أيّام فليس بمكروه ، بل هو مستحبّ وسنّة .

که يې دشوال روژي دقضاء په نيت ونيوي ؟

مسئله : كه دغه شپږ روژي يوتن د قضا په نيت ونيسي نوايا دنفلو يا سنتو ثواب يې شته اوكنه ؟ په دي اړه علماو ويلي څرنګه چي دشوال شپږ روژي مستحب اونفل بلل شوي نودقضا روژو په نيولو سره دنفلو ثواب نه وركول كيږي . احسن الفتاوي ۳\ ۴۴۱ وفتاوى دارالعلوم ديوبند عزيزيه ۳\۴۰۱   اومسائل روزه ص\ ۱۷۳ .

 

دشوال روژي که په بله مياشت کې ونيولي شې

مسئله :که دشوال دغه شپږروژي دشوال په میاشت کې ونه نیول شي نوپه بله میاشت کې یې راګرزولوسره دغه ثواب نشې ترلاسه کولی ځکه یوخودغه روژي سنة دي اودسنتوقضاء نشته ،اوپه حدیثوکې دغه روژي ترشوال پوري ځانګړي شوي دي .

 

في الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۹ وصرّح الشّافعيّة ، والحنابلة : بأنّه لا تحصل الفضيلة بصيام السّتّة في غير شوّال ، وتفوت بفواته ، لظاهر الأخبار .

 

که کوم خلګ درمضان روژي ونه نيسي نوهغه دشوال روژي نيولی شې

مسئله :هغه خلګ چې دسفریابیماري له امله یې درمضان المبارک روژي نه وي نیولي نوآیا دشوال شپږروژي دثواب په نیت نیولی شې اوکنه ؟ په دي هکله دعلماواختلاف ده ځیني علماء وایې چې دشوال شپږروژي درمضان المبارک دروژوله سننوڅخه دي نوڅکه هغه تن ته چې درمضان المبارک روژي یې نه وي نیولي ددغه روژوپه نیولوسره ثواب نشې ترلاسه کولی ،

اوځيني علماء وایې چې داروژي مطلقامستحب دي نوکه یوه تن دعذرله امله درمضان   المبارک روژي نه وي نیولي بیاهم دشوال شپږروژي نیولی شې ؛

وفي الموسوعة الفقهية ۲۸\۷۹ ومذهب الشّافعيّة : استحباب صومها لكلّ أحد ، سواء أصام رمضان أم لا ، كمن أفطر لمرض أو صباً أو كفر أو غير ذلك ، قال الشّربينيّ الخطيب : وهو الظّاهر ، كما جرى عليه بعض المتأخّرين ، وإن كانت عبارة كثيرين : يستحبّ لمن صام رمضان أن يتبعه بستّ من شوّال كلفظ الحديث . وعند الحنابلة : لا يستحبّ صيامها إلاّ لمن صام رمضان .

About admin