Home » صدقة الفطر » دصدقة الفطر مسائل ۲

دصدقة الفطر مسائل ۲

په سرسايه کې بهتر داجناسوقيمت ده

مسئله  : په سرسايه كښي  پورتني ذكر شوي  اجناس  وركولي شي  خوبهتره  داده  چې د ذكر شوي  اجناسو قيمت  فقير ته وركړي  . 

ثم قيل  يجوز اداء ه باعتبار العين  والاحوط ان يراعي فيه  القيمة هكذا في محيط السرخسي …. وذكر في الفتاوى  القيمة افضل من عين المنصوص عليه  وعليه الفتوى  كذا في الجوهرة .  هنديه ۱\ ۱۹۱ : والدرالمختار وردالمحتار ۳\۳۷۶ 

ليكن  داهله  كه فقير روفو ته  اړتيا درلوده  اوكه  يې جامو،  يا وړو ته   اړتيا درلوده  بيا  دجامو  يا دوړو وركړه غوره اوبهتره ده   .

 

كمافي الفقه الحنفيه ۲\ ۳۷۶  دفع القيمة  افضل  من دفع الطعام  في حال  السعة  والرخاء  امافي حال   الشدة  والجوع  فدفع  الطعام  افضل  الخ  .

 

شمتن خلګ بايد په سرسايه کې دلوړشي قيمت ورکړي

مسئله :  شتمن  خلك  بايد په سرسايه  كښي  دمذكوره  اجناسو څخه دهغه جنس  قيمت  وركړي  چې ارزښت  اوقيمت  يې  تر نورو زيات  وي  . ځكه  په حديث شريف كښي راغلي  : کله چې لوى خداي  ددنيا شته دركړي  نو په مالي  عباداتو كښي  توسع  كوئ  .

 

 في حاشية  علم الفقه ۴\۵۳  المناسب  ان يعطي  الاغنياء  في صدقة  الفطر مما يكون  في القيمة  عاليا  كالتمر الرطب  والمنقى  لان في الحديث  اذا وسع الله  فوسعوا  الخ

 

متاسفانه چي اوس وقت ډیری شتمن اودنیاداره خلګ ددي په ځآی چي ددغه اجناسوڅخه دارزښتمن جنس قیمت ورکړي   بلکه په بازاروکي دبیکاره غنمویاوړو دترټولو ټیټ قیمت په مال پسي ګرزي څوسرسایه له دغه کمزوره اوټیټ قیمت څخه اداکړي  .  په یوه یادوه روپي باندي  دالله ددغه عظیمونعمتونوقدر  نه کوي   .

 

په سرسايه کې دښارعام نرخ اعتبارلري

مسئله :  دسرسايې دوړاندينيو ذكر شوو اجناسو په قيمت  كښي  دښار عام  قيمت  معتبر ده  ديوټلټي سټورونو [حكومتي دوكانونو ]  نرخونه  اوقيمت   باندي  سرسايه  نه وزي  .

 

 في الفتاوى الرحيميه ۵\۱۷۲ ويعتبر قيمة بلد وسعره  العام  لا قيمة  ما يعطي في الدكاكين  الدولية   [سركاري راشن ستورز ]  الخ  ملخصا  .

 

About admin