Home » صدقة الفطر » دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه خوډیر دي البته موږ دلته  څوحکمتونه ځيني را اخلو اوهغه په دي ډول  دی :

۱- دسرسایې په ورکړه سره د بخل اوبدواخلاقو څخه دبدن  پاکوالي دی   .

۲-  په صدقة الفطر سره له هغه ناوړو اقوالو افعالو اواعمالو څخه دروژي پاکوالی دی چې له یوه تن څخه د روژي په مبارکه میاشت  کي صادرشوي وي .

۳-  صدقة الفطر دروژي داجرونو دترلاسه کولو تکمیل دی  .

۴-  په دغه ورڅ کې دنیسمتنو اوفقیرانو سره غمشریکي  او په هغوئ باندي په دغه مبارکه ورځ کي حوصله اوترحم ده اوله سوال کولو څخه دهغوئ  مستغني کول دی    .

۵- صدقة الفطر په روژه کې دهغه بي شمیره نیکواعمالو دتوفیق په اړه دلوی خدای ج د عظمیم نعمت دیومالي شکر اظهار دی 

۶-  صدقة الفطر له بدني عبادة څخه وروسته دمالي عبادة یوه بله بيلګه ده .

۷- صدقة الفطر  دانسان دبقا اوژوند دنعمت شکرانه ده ، له همدي امله ورته سرسایه ويله کيږي .

۸ – صدقة الفطر  له افاتو اوبلياتوڅخه  دحفاظت يوه بهترينه نسخه اوتدبيردی .

فعن ابن عباس مرفوعاًفرض رسول الله صلی الله علیه وسلم  زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو واللعب، وطُعمة للمساكين   “وقدمرالحديث  رواه أبو داود والحاكم وغيرهماوفي رواية عن ابن عمرt: “أغنوهم عن طَوَاف هذا اليوم  رواه البيهقي وغيره

 

 

About admin