Home » درس الحديث » څوک چې دعذرپرته روژه وخوري !

څوک چې دعذرپرته روژه وخوري !

عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: من افطر يوما من رمضان  من غير رخصة  ولامرض  لم يقضه  صوم الدهر  كله  وان صامه . متفق علیه .مشکوة ص\۱۷۷

ژباړه :له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل :چاچې یوه ورځ له عذر اوبيماري څخه پرته درمضان المبارک دمياشتي روژه وخوړه  نوبياکه دټول عمر روژه ونيسې ددي روژي اجر به ورباندي ترلاسه نه کړي .

 تشريح :یعني که يوتن درمضان المبارک دمياشتي روژه دکوم شرعي عذرپرته وخوري نوبياکه ټول عمر نفلي اوقضائې روژي نیسې دهماغي فرضي روژي ثواب به ورباندي لاس ته نشې راوړلی ، که څه هم ديوي روژي په ځای باندي خو دجمهوروعلماو په نزديوه قضائې  روژه نيوله کيږي ، لکن ثواب یې دټول عمر په روژو نشي پوره کيدلی . البته له صحابه وڅخه دحضرت علی اوحضرت ابن مسعود رضی الله تعالی عنما رایه داده چې دحديث مطلب داده چې  دټول عمرقضائې روژي  ددغه يوي روژي کفاره نشي کیدلی .

   المرقات ۴\۴۴۴:

About admin