Home » دار الافتاء » ایادفي (سبیل الله ) لفظ ترمجاهدپوري خاص دی ؟

ایادفي (سبیل الله ) لفظ ترمجاهدپوري خاص دی ؟

آیا دفي سبيل الله لفظ  ترجهادپورې  خاص دی .

الاستفتاء :محترم  مفتي  صاحب  ! آیا دفي  سبیل  الله  لفظ  ترجهاد پوري  خاص دی اوکه  نورو مواردهم  لري  ،مثلا  طالب  چې دديني  علم  په طلب  پسي  ووزي  نوده ته  ویل کېږي  چې  : هوفی  سبیل الله  یعني  دالله تعالی  په لاره کې وتلی  دی ؟ اوداسې  په تبلیغ  یابل  داسي یودخیرپه کارپسي  وتلي  مسلمان  ته  دفي  سبيل  الله  استعمال  صحیح  ده  .  حافظ احمد

الجواب  حامداومصلیا وبعد: مفسرین  ،محدثین  اوفقهاو لیکلي : دي چې  کله  دفي سبیل الله لفظ  مطلق ذکرشي نومرادځيني جهادوي،البته :دقرینې  له مخې  په  نورومعناو [لکه طلب  العلم،عیادة المریض،طریق  المسجداونورو…]باندي  هم اطلاق کیږي  .

ځيني علماء وايې :چې  دفي سبیل  الله لفظ  په دومعناو اطلاق کيږي  عام  اوخاص  له عام څخه مراد سبیل  طریق  العلم  وغیره مراد دي  اوله خاص څخه مرادجهاد دی .

علامه انورشاه کشمیري  (رح) وايې :دشریعت  په عرف کې چېفي  سبیل الله ذکرشي نومراد ځيني  جهاد دی .

ځيني  نورعلماء بیا وايې:چې په  قرآن کریم  کې  دفي سبیل الله لفظ ذکرشي  مراد ځيني  جهاد دی  اوپه حدیثو اوفقه کې  چې  ذکرشي نوچې  په هره معنی  قرینه قائمه شي هغه ځيني  مراد  ده .

في  المرقات  كتاب  الجهاد حدیث  رقم ( ۳۷۹۴) قوله  في سبیل اﷲ “هو فی الحقیقة کل سبیل یطلب فيه  رضاه  فیتناول سبیل طلب العلم  و حضور صلاّةجماعّة ، وعیادّة مریض ،و شهود جنازّة ونحوها، لکنه  عند الاطلاق یحمل علی سبیل الجهاد .

وفي  العرف  الشذي  حدیث  رقم ( ۱۶۲۲  المجلد۳\۲۱۶) والوجه أن لفظ «في سبيل الله» ، في عرف الشريعة يستعمل في الجهاد،

وفی فیض الباری ۳\۴۰ واختلف أئمتنا فی تفسیر :” فی سبیل اﷲ” فقیل منقطع الغزاّة وقیل منقطع الحجاج ….

کذافي کشف الباري  ۵\۸۸

والله  تعالی  اعلم

کتبه  : ابوحامد عفی  عنه

About admin