Home » بېلا بېلي لیکني » آیا پوهیږئ ! چې ولې هغه نعمت درڅخه واخستل شو؟

آیا پوهیږئ ! چې ولې هغه نعمت درڅخه واخستل شو؟

كه  له تاسونه كوم  نعمت  زائل  شوی  وي نوتاسوپوهيږئ ! چې ولي له تاسوڅخه دغه نعمت  واخستل شو؟ ځکه یونعمت  له  چاڅخه  ایله بیله نه اخستل  کیږي . نوکه ستاسوداسلام له سپېڅلې دين  سره ژور  تعلق  وي  بیاداخبره بي خي  ښکاره ده ؟ چې  له تاسو نه یوداسي  عمل  شوی  چې هغه  ددې نعمت دزوال  سبب  جوړشوی: ځکه الله تعالی  فرمايې  : وإن اللَّه لا يغيِّر ما بقومٍ حتَّى يغيِّروا ما بأنفُسِهِم.

الله  تعالی له خلقوڅخه ورکړي  نعمتونه  بېرته  نه اخلي مګرداچې هغوئ  داسې  څه وکړي چې دهغه په لامل بېرته دغه نعمتونه  ترې ختم شي  .

له هغواسبابو  څخه چې دنعمت  زوال  ډیرځيني  پېښېږي  عدم  شکر [کفران ] دی ،علماء  وايې : النعمة إذا شُكِرت قرَّت،وإذاكُفِرت فرَّت .دالهي  نعمتونو چې شکراداء کیږي پاته کېږي  اوچې ناشکري  يې کېږي  تښتېږي  [ختمېږي]  ځيني  پوهان  وايې : لا زوال للنعمة إذا شكرت، ولا بقاءَ لها إذا كفرت. هغه نعمت  نه زائلیږي  چې  شکريې اداء کیږي اوهغه نعمت  بیانه پاته کيږي  چې  ناشکري  يې کېږي .

مفسرین  وايې  :چې الله  تعالی په قرآن  کریم کې له ډیرو څېزونو سره استثناء  [مشېئة  ] ذکرکړي یعني که يې خوښه شې  نووربه  يې کړي اوکه يې خوښه  نه شي نه يې ورکوي  .مثلا : دتوبې  دقبولیت  په هکله فرمايې : {ثُمَّ يَتُوبُ اللَّهُ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ عَلَى مَنْ يَشَاءُ} اودمغفرت  په هکله فرمايې : {وَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ}  اواجابت  په هکله فرمايې : {فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاءَ} اوداسې  نور ……

مګر په شکردنعمت دزیادت په هکله يې هيڅ استثناء نه ده کړي بلکه فرمایي  : {لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ}  که تاسوووایاست  چې شکرڅه شی  دی ؟

نوددې  پوښتنې  ځواب  مو خورا اړین  دی  :هو،شکر درې  ډولونه  لري  :

·         په  زړه  شکر  

·         په ژبه  شکر

·         دبدن  په نورو اندامونوشکر .

دزړه  شکردادی : چې  دهرنعمت اوالهي  احسان  لوري ته متوجه  شي اوبیاداسي  په زړه کې  درتېره کړي  چې  دامې  دخپل  عظیم  رب پېرزوینه ده چې  زه يې  پري  نازولی  یم ،زما له  ربه  پرته نه هیڅوک دانعمت چاته ورکولای شي اونه يې ورځيني اخستلای شي . په دې  کائناتو کې  یواځې هغه ذات  دی چې په هرچاچې وغواړي  لورینه کوي اوچې وغواړي  ورځيني  اخلي  يې .

اووروسته  يې دخیال  زاويې  ته کړه اودحسن  اورنګينیودغه انعام   دخپل  کردار سره پرتله کړه ،آیا ته ددې  بي  شمیره نعمتونو وړ  يې ؟؟؟

له دې وروسته  دزړه  له تله  په مینه دخپلې  ژبې  نه عظیم  رب  ته داتوري  ډالۍ  کړه  :یارب لک الحمد .حمدکثیرا طیبا مبارکا ……… 

همدادژبي  شکر دی  !

اوبیادخپل رب  لپاره ښه اودس وکړه ،اوپه خورا مینه ،عجز ،اوپاک نیت  سره درب  العزة  په  وړاندي  عملي شکر ددوورکعتونوپه ترڅ کې اداء کړه . اوبیالاس  پورته کړه  اوخپل محسن  رب ته  دخپلې ناوسۍ ،عجز اوتقصیراتو یادونه وکړه . بخښنه وغواړه ،

له دې وروسته داعقیده مضبوطه  لره : چې وان  شکر تم  لازیدنکم  ()  

دمفتي ابویاسر له لیکنوڅخه .

About admin