Home » دار الافتاء » آیا په مسجدکې روژه ماتول مکروه ده ؟

آیا په مسجدکې روژه ماتول مکروه ده ؟

الاستفتاء  رقم  ……محترم  مفتي صاحب ! زموږ خلقو پخوا په مسجدکې  روژه ماتوله ، اوس یومولوي صاحب وايې چې روژه باید په کوروکې  ماته کړئ !ځکه په مسجدکې  خوراک اوڅښاک مکروه ده ؟ نوداخبره څرنګه ده ؟ که موپه دې اړه   معلومات راکړ!

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په مسجدکې  دمسافراومعتکف څخه  پرته نوروخلګوته خوراک اوڅښاک  مکروه ده ، نوکه دمسجدتلویث راخې  اوخلګوڅخه دجماعت  لمونځ نه تېریږي  [یعني لس دولس منټه وقفه  ورکوي ] نوبایدچې  په کوروکې  روژې  ماتې کړي ،اوکه دمسجدنظافت په نظرکې نیول شوی وي ،اوله خلګوڅخه دجماعت  دتیریدو ویره هم وي  نوبیادي  دنفلي اعتکاف نیت وکړي اوروژې  دي په مسجدکې ماتې کړي .

کذافي احسن  الفتاوی ۶\۴۵۷

 

About admin