Home » علمي شخصیات » د علم فقهې په تاریخ کې د هدایه او صاحب الهدایه مقام

د علم فقهې په تاریخ کې د هدایه او صاحب الهدایه مقام

لیکوال: مولوي احسان الله حقاني

علامه مرغیناني چې د صاحب هدایه په لقب باندې هم مشهور دی، یو ډیر انتهائي زبردست او تکړه دیني عالم او د یو منل شوي حیثیت لرونکی فقیه دی.

په عام او خاصه توګه یئ ټول خلک د خپل اصل نوم پرځای د صاحب هدایې په نوم سره پیژني، ددې مبارک عالم اصل نوم (بُرهان الدین ابوالحسن علی بن ابی بکر بن عبدالجلیل بن الخلیل بن ابی بکر الفرغانی المرغینانی) المعروف بصاحب الهدایه ده.

دا مبارک شخصیت د حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه له اولاد نه دی چې ولادت یئ په ۵۱۱ هجري د رجب په اتم ۸ تاریخ د سه شنبي په ورځ د مازدیګر له لمانځه نه وروسته شویدی.

(مقدمة الهدایه – لکهنوی صــ ۱)

بعضې علماء کرامو دده د تولد سنه ۵۳۰ هم ښودلي ده (الاعلام، خیرالدین الزرکلی، پنځم جلد، صفحه ۷۳)

محترم مرغیناني حافظ قرآن، مفسر، محدث، فقیه، محقق او مدقق، ادیب، شاعر او ډیر زیات اصولي شخصیت وو.

د فقهاء احنافو په نیزد مرغیناني صاحب مجتهد مقید دی.

دا قسم مجتهد اصحاب تخریج او اصحاب تصحیح وي کوم چې په اصول او فروع کې د یو امام پابند وي لیکن په شرعي احکامو کې د صحیح حقیقت او د منشاء د کامل معرفت په وجه بعض وخت په بعض احکامو کې استخراج او استنباط کوي. بعض روایات، آراء او اقوال په یو او بل باندې ترجیحوي او په هغه مسائلو کې چی له مخکې نه په کې کوم حکم موجود نه وي اجتهاد کوي.

محترم مرغیناني صاحب په فقه کې ډیر کتابونه لیکلي دي چې مشهور یی:

الهدایة، بدایة المبدی، کفایة المنتهی، مناسک الحج، نشر المذاهب، مجموع النوازل، مختار الفتاوی، منتقی الفروع، الفرائض، التجنیس والمزید او شرح الجامع الکبیر.

مرغینانی صاحب د الهدایه کتاب د لیکلو شروع په کال ۵۷۳ هجري د ذی القعده په میاشت کې د چهارشنبې په ورځ کړیده.

دده شاګرد بُرهان الاسلام الزرنوجي وایي چې مرغینانی صاحب به ویلې [ما من شئ بدئ یوم الاربعاء الا وقد تم] یعنی هر هغه کار چې د چهارشنبي په ورځ شروع شي حتما به په اختتام رسیږي، ان شاء الله.

دی وایئ چې د امام اعظم رحمه الله هم همدا معمول وو چې کار به یئ د چهارشنبي په ورځ شروع کول.

اوس هم ډیر باخبره علماء دا معمول مخ په وړاندې وړي (الجواهر المضیه، اول جلد، صفحه ۲۸۴).

دا معمول نه يواځې چې علماء کرام کوي بلکې صحابه کرام رضي الله عنهم هم په دې باندې معتقد ول. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د امام جلال الدین سیوطی رحمه الله تصنیف [سهام الاصابه فی الدعوات المستجابه] او د شیخ نورالدین علی بن احمد المسعودی تصنیف [وفا الوفاء باخبار المصطفی] مطالعه کړئ.

د ځینو علماء په قول، هدایه شریفه په ۱۳ کلونو کې تکمیله شویده چې د شیخ اکمل الدین رحمه الله د روایت په مطابق په دیارلس ۱۳ کاله کې مرغیناني صاحب رحمه الله مکمل روژه نیولی ده.

او ده په دې ټول دوران کې دا کوشش وکه چې خپله روژه پټه وساتي او د خادم راوړي ډوډی په کوم حاجتمند یا طالب العلم باندی وخوري ترڅو خادم خالی لوښي بیرته یوسي (کشف الظنون حاجی خلیفه ک ۲۵۳۲ / مقدمة الهدایه – لکهنوی دوهم صفحه)

هدایه شریفه په څلور جلدو باندې مشتمله ده چی اولو دوو ته یی اولینه هدایه او آخري دوو ته یئ اخرینه هدایه وایی.

هدایه شریفه د حنفي فقهی یو ډیر زیات معتمد کتاب دی، تدریسول ددی کتاب متبحر علم ته ضرورت لری، بعض خلک په دې کتاب باندې نیوکه کوی.

دوی په خپل ځای سم دی ځکه چې د هدایې شریفي له عبارت نه همداسې برداشت کوي. خو چون د علم د کمبود له لحاظه اصلي مطلب ته نشي رسیدی.

که یو کتاب په همداسې عبارتونو باندې مشتمل وي نو علماء کرام هغه کتاب ته شرحي لیکي ترڅو عام مسلمانان او عالمان وکولای شي چې ښه پری وپوهیږی. نو په همدی خاطر چی په هدایه شریفه باندی هرڅوک د یو عام لوستونکی په څیر نه پری پوهیږی نو علماؤ لاندی شرحی پری لیکلی دی. رد کوونکی کولای شی چی د انتقاد نقطه په شرحه کی ولولي.

الهدایه ډیری زیاتی شرحی لری چی مشهوری او معتمدی شرحی یی عبارت دی له:

  1. الفوائد: چی حمید الدین علی بن محمد العزیر البخاری په دوه جلدو کی لیکلی ده. غالبا چی دا به د ټولو نه اوله شرحه وی.
  2. نهایة الکفایه فی درایة الهدایه: چی تاج الشریعة عمر بن صدرالشریعة الاول عبیدالله المحبوبی الحنفی په کال ۶۷۲ کی لیکلی.
  3. الغایه: چی ابوالعباس احمد بن ابراهیم السروجی القاضی الحنفی په کال ۷۱۰ هجری کی لیکلی. دا په څو جلدو کی لیکل شویده چی د قاضی سروجی رحمه الله له مړیني وروسته قاضی سعدالدین محمد الدیرمی تکمیل کړیده.
  4. النهایه: چی حسام الدین حسین بن علی المعروف بالصغناقی الحنفی لیکلی ده.
  5. معراج الدرایه الی شرح الهدایه: چی قوام الدین محمد بن محمد البخاری په کال ۷۴۹ هجری کی لیکلی ده.
  6. غایت البیان و نادرة الاقران: چی قوام الدین امیر کاتب بن امیر عمرالاتقافی الحنفی په کال ۷۵۸ کی په دوه جلدو کی لیکلی ده.
  7. الکفایه فی شرح الهدایه: چی السید جلال الدین الکرلانی په کال ۷۶۷ کی لیکلی ده.
  8. شرح الهدایه: چی حافظ الدین ابوالبرکات عبدالله بن احمد النسفی لیکلی ده.
  9. فتح القدیر: چی کمال الدین محمد بن عبدالواحد السیواسی المعروف بابن الهمام الحنفی په کال ۸۶۱ هجری کی لیکلی ده. ملا علی قاری صاحب رحمه الله په دی باندی حاشیه لیکلی ده چی دوه جلده ده.

10 نتایج الافکار فی کشف الرموز والاسرار: چی شمس الدین احمد بن قورد المعروف بقاضی زاده المفتی په کال ۹۸۸ هجری کی لیکلی ده.

  1. التوشیح: چی سراج الدین عمر بن اسحق الغزنوی الهندی لیکلی ده.
  2. العنایة: چی شیخ اکمل الدین محمد بن محمود البابرتی الحنفی په دوه جلدو کی لیکلی ده.

او داسی نوری ۲۳ شرحي لرم چی نومونه یی ولیکم خو د ډیر ټایپینږ حوصله نلرم یواځی ضروری ضروری نقطی به ولیکم.

خلاصه به داسی ووایم چی الهدایة باندی:

۳۶ شرحی لیکل شویدی

۹ حواشي لیکل شویدی

۵ د اختصار او تلخیص کتابونه پری لیکل شویدی

۲ کتابه په نامه د تجرید المسائل پری لیکل شویدی

۱ کتاب په نام د جواب الجروح پری لیکل شویدی

۱۶ د تعلیقات کتابونه پری لیکل شویدی.

۳ کتابه د شرح الاجزاء پری لیکل شویدی.

او ۱ دانه تعارفی مقدمه پری د مولانا عبدالحی لکهنوی لخوا لیکل شویده!

About admin