Home » روژه » له رمضان څخه د اعظمي ګټې اخيستو لپاره د صالح ملګري او ښه چاپيريال لټون

له رمضان څخه د اعظمي ګټې اخيستو لپاره د صالح ملګري او ښه چاپيريال لټون


رمضان د ګټې مياشت ده او  ګټه هغه څوک کولای شي چې په لوړ همت او ټينګ عزم د ګټې په لټه کې وي چې د دې لپاره د صالح چاپېريال او د نېکانو ملګرتيا زياته ضروري دی؛ ځکه چې د خراب چاپېريال او بدو خلکو د ملګرتيا منفي اغېز په اراده،فکر او همت حتمي دی، دا چې عزلت او خلوت ځينو علماء په نکاح او معاشرت غوره ګڼلی يو دليل يې دا دی چې په خلوت کې عوائق او  خنډونه کم وي، په فتنه کې د نښتو احتمال لږ وي همدا وجه ده چې مخکې به ځينو صوفيانو د زړه د صفا کېدو له خاطره په ګوښه کې څلوېښت شپې او يا څو مياشتې تېرولې تر څو له ذکر، فکر، مراقبې، او پرلپسې عبادت سره نفس عادت شي، بلکې تر دې هم غوره او زياته ضروري دا ده چې د دينداره چاپېريال او نېکو اشخاصو د پيدا کېدو او د هغوی په ملګرتيا کې د وخت تېرولو هڅه وشي، دې سره عبادت او ټولو هغو نېکو اعمالو ته چې دا نېکان يې کوي رغبت او شوق پيدا کېږي او کول يې سړي ته اسانه کېږي

لکه اقبال صاحب وايي:

صحبت ز علمي کتاب خوشتر است     صحبت مردان حر ادمګر است

”دا خو يو منل شوی حقيقت دی چې ښه کتاب څخه سړی ډېر څه زده کوي او زياته ګټه ورڅخه اخيستلای شي، مګر د نېک سړي له مجلس او ملګرتيا څخه بيا تر دې هم سړی زياته ګټه اخيستلای شي، د نېک او ويښ ضميره انسان څخه ډېر لږ وخت کې د سړي په زړه، فکر او اعمالو کې بدلون را تلای شي“.

خلک متل کوي چې خربوزه از خربوزه رنګ ميګيرد.

ملګري ته په عربی کې صديق وايي ځکه چې هر يو د بل تصديق کوي او دواړه په اعمالو کې يو بل ته ورته والی لري، له دې امله شاعر وايي:

عَنِ الْمَرْءِ لا تَسْأَلْ، وأبْصِرْ قَرِينَهُ.   .      . فَإنَّ الْقَرِينَ بِالمُقَارِنِ مُقْتَدِ

”د يو چا د احوالو پوښتنه مه کوه (اړتيا ورته نشته؛ ځکه ملګري ته يې کتو څخه معلومېږي)  ملګري ته يې وګوره ځکه چې ملګری د ملګري سره په اعمالو کې يو برابر وي هر يو بل پسې په کړو کې اقتداء کړې وي“.

حضرت ابو هريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

المرء على دين خليله، فلينظر أحدكم من يخالل.

”ملګری د ملګري په دين او خوی وي نو يو ستاسو دې وګوري چې چا سره دوستي او ملګرتيا لري“.

شاعر وايي:

إذا كنت في قوم فصاحب خيارهم     ولا تصحب الأردى فتردى مع الردي

”چې کومه ټولنه کې اوسېدې د هغوی له غوره او بهتر خلکو سره ملګرتيا کوه له پرېوتلو سره مه ملګری کېږه چې ته به هم ورسره پرېووځې “

رسول الله صلی الله عليه وسلم له بد سړي سره ملګرتيا له لوهار سره مشابه کړې دی چې ناسته ورسره په زيان وي د سړي جامې سوځي، بدبوی څخه يې طبيعت خرابي پيدا کېږي

او نېک سړي سره ناسته داسې داسې ده لکه عطر فروش سره چې کم له کمه له خوشبويی څخه يې دماغ معطر کېږي.

سليمان داراني رحمه الله وايي: له حکيمانو سره ژوند اختياروونکي بالاخره حکيم کېږي او له جاهلانو سره ملګری بالاخره شرير کېږي.

دا چې د اسلام په پيل کې مکې څخه مدينې ته هجرت فرض کړل شوی وو يو حکمت دا وه چې هلته د عبادت لپاره ماحول برابر نه وه او مدينه منوره کې حضرت رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم وو حضرات صحابه کرام وو نو عبادت او طاعت اسانه وه .

د  روايت مطابق د بنی اسرائيلو يو سړي چې سل تنه يې وژلي وو او دې قاتل بيا د توبې اراده وکړه نو ديني عالم ورته مشوره ورکړه چې اترك أرضك فإنها أرض سوء واذهب إلى أرض كذا وكذا فإن بها أناسًا يعبدون الله فاعبد الله معهم چې دا ځمکه پرېږده هغې فلان سيمې ته ولاړ شه ځکه هلته داسې خلک دي چې د الله تعالی عبادت کوي هغوی سره ملګری شه او د الله عبادت او بندګی وکړه (رواه الشيخان).

نو څوک چې د رمضان د ښه عبادت اراده لري او غواړي چې مغفرت ورته نصيب شي ضروري دی چې بدانو، لټانو او لاابالي خلکو سره ملګرتيا بنده کړي او د محنت او همت څښتنانو سره ملګرتيا وکړي.

وګوره!  د ټول بشريت غوره شخصيت صلی الله عليه وسلم ته امر کړل شوی دی چې غافله او هوا هوس والا خلک پرېږدي له هغو خلکو سره ځان ملګری کړي چې الله سره يې مينه او په صدق او اخلاص د الله په لوري ور درومي، الله تعالی ورته وفرمايل:

﴿وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا﴾

ای پيغمبره! ځان هغو سره بندکړه چې خپل رب سهار او ماښام بلي او د الله د رضايت په لټه کې دي، سترګې هم ورڅخه مه کږوه، ولې ته د دنيآ د زينت اراده لرې او هغه پسې مه کېږه ”چې زموږ له ياد څخه يې زړه په غفلت کې دی او خپل خواهش پسې شوی، چې عاقبت يې په زيآن کې دی “.

الله تعالی خپلو ټولو بندګانو ته امر کوي چې رښتيني بندګانو سره ملګرتيا وکړي فرمايلي يې دي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ﴾.

”نېکانو سره ملګرتيا الله تعالی د نژدې لاره او د هر مخلص مسلمان مطلوب دی، زين العابدين رحمه الله ويلي دي: نارينه هغه چا سره ناسته کوي چې دين ته يې دا ناسته ګټوره وي “.

حسن بصري رحمه الله ويلي دي: موږ ته مو ورونه تر خپل اهل او اولاد هم زيآت محبوب دي ځکه اهالي مو موږ ته دنيا را يآدوي او ورونه يعني مومن ملګري مو موږ ته اخرت را يادوي.

لټ او بې پرواه خلک خو کتلی شي چې څو دقيقو کې تراويحو څخه ځان فارغه کوي بيا شپه ټوله په ټولو ټکالو،بې ګټو بحثونو، قيصو، فلمونو کتلو، شطرنج او نورو څيزونو سبا کوي، د سهار جماعت ورڅخه فوت شي ځينې يې په  اللهم سره مکروه وخت کې لمونځ وکړي بيآ ټوله ورځ ويده وي د ماسپښين جماعت هم په خوب ورڅخه ولاړ شي  مازديګر بازار ته د خوراکي توکو رانيولو لپاره ووځي جماعت ترې فوت شي ماښام کم له کمه تکبير اولی په روژه ماتي ور څخه فوت شي بيا تر ماسخوتنه خو ډېره مهمه مسئله د خوراک او څښاک وي د ماسخوتن د لمانځه او تراويحو خو بيا هغه حال وي چې يادونه يې وشوه،  دغو کمبختانو ته  دا خيال ته هم نه ورځي چې د رمضان قيمتي شېبې يې ضائع کړې دا خو لا پرېږده چې خپل دا کار ورته ګناه او د ملامتی وړ ښکاره شي.

مګر ځيرک او مخلص خلک بيا داسې دي چې خپل اوقات ټول په ذکر، تلاوت، لمنځونو، دعاوو،  او نېکو کارونو م مصرفوي، له شان څخه يې لرې ده چې لمونځ بلکې تکبير اولی ترې فوت شي، د دې طاعت او عبادت باوجود بيا خپل هم خپل دا اعمال کم ګڼي او پخپلو دعاوو کې وايي يا الله: سبحانك! ما عبدناك حق عبادتك.

ای الله! موږ خو هغه شان عبادت ونشو کولای چې څرنګه تاته بايد وشی.

خبره دا ده چې مومن بايد غافله نه وي او له غافلو خلکو او غافله چاپېريآل څخه ځان وژغوري، بلکې مومن بايد تل له راحت څخه تښتېدونکی وي، حضرت شعبه بن حجاج وايي: فارغه مه کېنئ ځکه چې مرګ در پسې دی لټوي مو.

امام شافعي رحمه الله ويلي دي: د مروت خاوندانو ته دنيا کې راحت طلبي نه ښايي؛ ځکه چې دوی بايد دنيا تل ستړي او ستړي وي.

امام احمد رحمه الله څخه پوښتنه وشوه: بنده به د راحت څکه کله کوي؟ ويې ويل: چې کله يې جنت کې قدم کېښود.

لپاره د دې چې د رمضان مياشت له سړي څخه په غفلت کې تېره نشي نو بايد د يو مربي يا شيخ يا متدين عالم يا عابد او تقوا داره طالب  سره ملګري شي او په عبادتونو او د اوقاتو په نه ضائع کېدو کې ورپسې  اقتداء وکړي چې د ده نقصانونو ورپه ګوته کړي او د عبادت رغبت ورسره پيدا کړي

نه ګورې د داود عليه السلام د ذکر حلقې ته به د الله څومره مخلوقات را جمع کېدل، په مختلفو اوقاتو کې به يې د ده په ملګرتيا له ده سره يو ځای د الله تعالی عبادت او ذکر کاوه، د داود عليه السلام د ذکر او عبادت دا خاص کيفيت هغوی دې هڅه ول چې محنت وکړي په مينې، شوق ، رغبت ، اطمينان او د لذت په خاص کيفيت سره عبادت وکړي.

﴿إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ * وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَّهُ أَوَّابٌ ﴾.

اللهم إنا نسألك صحبة الصالحين وألحقنا بهم في جنات النعيم.

د دعوت وارشاد او جلب وجذب نشرياتي څانګه

About admin